Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې سږ کال د زردالو حاصلات څه باندې ۱۰ زره ټنه اټکل شوي

بلخ کې سږ کال د زردالو حاصلات څه باندې ۱۰ زره ټنه اټکل شوي

author avatar
5 Jun 2024 - 12:41
بلخ کې سږ کال د زردالو حاصلات څه باندې ۱۰ زره ټنه اټکل شوي
author avatar
5 Jun 2024 - 12:41

مزارشریف (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زردالو حاصلات څه باندې ۱۰ زره ټنو پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.

د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په دولت‌آباد، بلخ، شولګره، چهاربولک، دهدادي او نهرشاهي ولسواليو کې پر ۱۷۰۰ هکټار ځمکه د زردالو بڼونه جوړ شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال له هر هکټار بڼ څخه لږ تر لږه پنځه ټنه حاصل راټولیده خو سږ کال د بارانونو ورښت او مناسبې هوا له امله به د دغو حاصلاتو کچه له ۶ تر ۷ ټنو پورې ورسېږي.

هغه زیاتوي چې د دغه ریاست د اټکل له مخې، سږ کال به په ټوله کې له ۱۷۰۰ هکټار بڼونو څخه څه باندې ۱۰ زره ټنه د زردالو حاصلات راټول شي.

په همدې حال کې د یاد ریاست د تحقیقاتي فارم مدیر عبدالعزیز سلطاني وایي چې د بلخ هوا او اوبه د هر ډول زردالو لپاره مناسب دي او دا مهال بلخ کې ۱۲۰ ډوله د زردالو ونې شتون لري او بڼوال ترې حاصلات راټولوي.

که څه هم د زردالو د حاصلاتو ډېروالي په بڼوالو کې هیله‌مندي ډېره کړې خو بیا هم د ملاتړ غوښتنه کوي.

دغه باغ لرونکي وايي، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالي په موخه د کرنې ریاست باید له نورو بنسټونو سره په همغږۍ د کیمیاوي سرې او درملو وېش لړۍ پیل کړي.

د دهدادي ولسوالۍ یو بڼوال محمدناصر وایي، له لسو کلونو راهیسې پر بڼوالۍ بوخت دی او سږ کال د زردالو له حاصلاتو راضي دی.

نوموړی زیاتوي، سږ کال موسمي بارانونه او مناسبه هوا د دې لامل شوي چې د زردالو حاصلات ډېر شي.

نوموړی له حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې د کیمیاوي سرې او درملو برخه کې مرسته وکړي څو راتلونکي کال ته یې حاصلات تر دې هم ډېر شي.

تمیم چې په دهدادي ولسوالۍ کې پر دوه جریب ځمکه د زردالو بڼ لري، وايي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال حاصلات ښه دي خو له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

نوموړی زياتوي: «حکومت دې د بازارموندنې ترڅنګ د زردالو ساتلو لپاره سړې‌ خونې جوړې کړي او همداراز دې د حاصلاتو ټولولو، ساتلو او بسته‌بندۍ په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د یادونې ده چې دا مهال د بلخ ولایت په بلخ، چهاربولک، چمتال، شولګره، دهدادي، دولت‌آباد او نهرشاهي ولسوالیو کې د زردالو ۱۲۰ ډوله ونې شته چې د هېواد له ګڼو نورو ولایتونو څخه د ترویج په موخه راوړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.