ژبه

د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي

توسط سهراب سروري

اگست 4, 2024 - 10:49 am

Views: 204

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د لبنان حزب‌الله د اسرائیل په شمال کې د اصبع‌الجلیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي دي.

اسکای نیوز راپور ورکړی چې دغه توغندي نن سهار (یک‌شنبه) د لبنان له لوري توغول شوي دي.

د راپور له مخې، د اسرائیل دفاعي سیستمونه هم د یادو بریدونو په غبرګون کې فعال شوي دي.

ورته مهال، راپور کې راغلي چې حزب‌الله په یوې بیانیه کې د یاد توغندیز برید مسوولیت اخیستی او څرګنده کړې یې ده چې دغه برید د دوی د ارشد قوماندان د «ترور» غبرګون کې نه و.

د لبنان حزب‌الله زیاته کړې، یاد توغندي د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې توغول شوي چې د لبنان د سوېل په دوو کلیو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تهران کې په یوه برید کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او په منځنۍ اسیا کې د احتمالي جګړې له ویرې نړۍوالو هوایي شرکتونو لکه یونایټیډ، دلتا، بریټیش ایرویز، سویس، لوفت هانزا، ایر انډیا او فلای دوبۍ لبنان او اسرائیل ته خپلې الوتنې وځنډولې.