کابل (پژواک، ۲۷لړم ۱۴۰۳): ډاکټران وایي، د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول سینهبغل ډېرېږي، کورنۍ باید پر سینهبغل د اخته ماشومانو له په خپلسري درملنې ډډه وکړي او پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال کړي.
د کابل ښار د اندراګاندي د ماشومانو درمنلې انسټېټیوټ کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیفالله راستین پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کال د هوا په سړېدو سره د سینهبغل په ګډون تنفسي ناروغۍ ډېرېږي.
هغه وویل، سینهبغل یوه ساري تنفسي ناروغي ده، تبه، د نفس تنګي، په سختۍ نفس اخیستل د سینهبغل له نښو نښانو دي، خو کله چې دغه ناروغي ډېرېږي ماشوم په سختۍ سره خوارک او څښاک کوي.
د هغه په خبره، هر کال په وروستهپاتې او هغو هېوادونو کې چې د پرمختګ په حال کې دي، د سینهبغل له امله له پنځو کلونو کمعمره میلیونونه ماشومان مري.
هغه چې په دغه روغتون کې پر سینهبغل د اخته ناروغانو شمېر د ډېرېدو په حال کې بولي، زیاتوي چې دغه روغتون ته د ورځې پر سینهبغل اخته ۳۰ ناروغان مراجعه کوي چې له دې ډلې ۱۵ یې بسترېږي.
ده دا ناروغي ساري وبلله او کورنیو ته یې سپارښتنه وکړه چې پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې له نورو ماشومانو جلا کړي.
نوموړی وایي که له ناروغو ماشومانو ښه ساتنه وشي، پر سینهبغل نه اخته کېږي، خو پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال شي؛ ځکه چې دا ناروغي وژونکې ده.
ورته مهال، په اریانا کابل روغتون کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص پوهنوال عبدالرشید منصور وایي: «د هوا په سړېدو سره تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول سینهبغل ډېرېږي، سینهبغل یوه وژونکې ناروغي ده او معمولاً له پنځو کلونو کمعمره ماشومان پرې اخته کېږي.»
هغه وايي چې د تنفس د سرعت ډېرېدو یا د لړزې لیدو په صورت کې ناروغ باید ژر روغتیایي مرکز ته انتقال شي.
ډاکټر منصور کورنیو ته سپارښتنه وکړه: «په لومړي قدم کې باید کوښښ وکړو چې پر سینهبغل اخته ماشومان له نورو ماشومانو جلا کړو، حفظالصحه باید مراعت شي، د خونې هوا باید یو شان وساتل شي.»
هغه پر سینهبغل د اخته ماشومانو خپلسري درملنه سمه نه بولي او له کورنیو یې غوښتنه وکړه چې خپل ناروغ ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال کړي.
د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوې اوسېدونکې فریما وویل: «اته میاشتنۍ لور مې سینهبغل شوې وه، وضعیت یې خراب و، شېدې یې نه شوای رودلی، په سختۍ یې نفس اخیسته او ډېر به یې ژړل، را مې وسته، دوه ورځې کېږي چې بستر ده، اوس شکر دی لږ ښه شوې ده.»
د هغې په خبره، په لومړي سر کې یې لور عادي زکام وه او په خپل سر یې درمل ورکړل، خو هیڅ ګټه یې ونه کړه او د لور وضعیت یې لا خراب شو.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند ډاکټر شرافت زمان د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال تېرو لسو میاشتو کې څه باندې ۱،۱ میلیون کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP