Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان او پنجشېر کې ترافیکي پېښې؛ څلور کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

پاراخ، چاریکار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وایي چې پروان او پنجشېر ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ  خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ غرمه د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې یو فلاینکوچ موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز، د پروان امنیې قوماندانۍ هم لیکلي چې د چاریکار ښار اړوند دوه سرکې سیمه کې یو پاسو موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.