کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې تېره ورځ له پاکستانه د سپینبولدک له لارې تر درېیو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه ریاست د کډوالو چارو امر مولوي نعمتالله الفت نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ پنجشنبه ۵۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۱۱ تنه وو، د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د هغه په وینا، په راستانه شوو کسانو کې ۷۰ بندیان هم شامل دي چې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په پاکستان کې بنديان وو.
ده زیاته کړه، دغهراز د چهارشنبې په ورځ هم ۳۳۷۷ تنه کډوال د بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي وو.
الفت وویل، راستانه شوي کسان او کورنۍ د مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP