کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): «هېواد هیله» انلاین پلټفارم د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او کورنیو او بهرنيو بازارونو ته د هغوی د مستقیم لاسرسي په موخه جوړ شوی؛ د دغه پلټفارم مدیرې برکا رامش د پلټفارم پرمختګ لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې او وايي، تر اوسه پهکې څه باندې ۵۰۰ ښځو نوملیکنه کړې ده.
دغه پلټفارم چې برکا رامش له لوري مدیریت کېږی، د یوه ملي سوداګر ذبیحالله امید د څه باندې یو میلیون ډالرو په پانګونه جوړ کړی دی.
مېرمن رامش پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا پلټفارم چې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره جوړ شوی، ډېر ژر په پلې سټور کې ثبت شي څو ښځې وکولای شي له دې لارې خپل سوداګریز محصولات اعلان ته ورکړي او پلور یې زیات کړي.»
هغې څرګنده کړه، پلټفارم داسې جوړ شوی چې لومړی پهکې سوداګرې ښځې نوملیکنه کوي او وروسته د هغوی د کاروبار د ودې زمینه برابرېږي. د هغې په وینا، تر اوسه څه باندې ۵۰۰ ښځو په دغه پلټفارم کې نوملیکنه کړې ده.
نوموړې د دغه پلټفارم د ګټو په اړه وویل: «ښهوالی یې دا دی چې ښځې اړتیا نه لري چې پر مارکېټونو وګرځي، بلکې کولای شي په اسانۍ له خپلو کورونو له پېرېدونکو سره اړیکه ونیسي، خپل کارونه مدیریت کړي او د خپلو محصولاتو تبلیغ او پلور له کوره پر مخ یوسي.»
برکا وايي، په دغه پلټفارم کې د ښځو ګډون د دې لامل کېږي چې بهرني اسعار د هېواد بانکونو ته داخل شي او دغه کار د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې فعال رول درلودای شي.
نوموړې په پای کې وویل: «موږ د خپلو فعالیتونو د لا ښهوالي او پراختیا لپاره د دولتي ادارو او خلکو همکارۍ ته اړتیا لرو څو د خپلو فعالیتونو په پراخېدو سره ګڼو کسانو ته د کار او سوداګرۍ زمینه برابره کړای شو.»
بلخوا، وحیده کریمي چې له لسو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو برخه کې کار کوي او تازه یې د «هېواد هیله» پلټفاورم له لارې خپل کار ته پراختیا ورکړې وايي: «له دغه پلټفارمه مخکې زما سوداګریز فعالیت ډېر محدود و. زه په ګنډلو، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو، مرۍګنډلو، بیکګنډلو، خامک او یو شمېر نورو محلي لاسي صنایعو برخه کې کار کوم خو پېرېدونکي مې یوازې خپلوان، ګاونډیان او کله ناکله هغه مسافر وو چې په تصادفي ډول به زموږ له محصولاتو سره اشنا کېدل.»
وحیدې زیاته کړه: «د دغه پلټفارم له جوړېدو او پهکې له غړیتوب وروسته پوه شوم چې نړۍ زموږ د چاپېریال په پرتله څومره پراخه ده. ما وکولای شول چې د خپلو محصولاتو عکسونه په ښه کیفیت ثبت کړم، د جنس، د تولید ډول، د زحمت کچه او کلتوري ارزښت په اړه دقیق معلومات ولیکم او په مستقیم ډول له کورنیو او بهرنیو مشتریانو سره اړیکه ونیسم. اوس له کابل، هرات، مزار او حتی له جرمني او ترکیې راسره اړیکې ونیول شوې او بېلابېل سفارشونه یې راکړل، دا تجربه راته یو ستر بدلون و.»
هغه وايي چې اوس یې عاید د پخوا په پرتله څو برابره ډېر شوی دی.
بلخوا، په یاد ولایت کې یوه بله متشبثه مېرمن زرمینه خیري وايي: «څه باندې دوه کاله کېږي چې د خپل کلي له یو شمېر ښځو سره د غالۍ اوبدلو، مرۍ او ځايي جامو ګنډلو برخو کې کار کوم. د هنر، تجربې او زموږ د محصولاتو د لوړ کیفیت سربېره تل له بېلابېلو خنډونو سره مخ شوي یو، د مناسب بازار نشتون، پېرېدونکو ته د لاسرسي محدودوالی او د کار د نمونو ښودلو لپاره د تګ راتګ سختۍ د دې لامل شوي چې ډېری محصولات په کارګاوو کې پاتې شي او زموږ پانګه کمه شي.»
هغې زیاته کړه: «خو د هېواد هیله انلاین پلټفارم له جوړېدو وروسته شرایط په بشپړه توګه بدل شول، اوس کولای شو خپل محصولات له واضح عکسونو، کره توضیحاتو او عادلانه بیو سره پېرېدونکو ته وړاندې کړو؛ داسې پېرېدونکي لرو چې نه یوازې د هېواد دننه، بلکې له هېواده بهر هم زموږ کارونو ته لېوالتیا لري. دغه پلټفارم نه یوازې موږ ته تازه بازار پرانیستی، بلکه د دې لامل شوی چې زموږ د هنر ارزښت هم وپېژندل شي، نن زما د کارګاه عواید منظم شوي او پر دې توانېدلې یم چې ډېر شمېر مېرمنې پر کار وګومارم.»
زرمینې دغهراز وویل: «اوس زموږ او زموږ د هنر غږ د یوې کوچنۍ کارګاه له دېوالونه بهر وتلی او تر هغو کسانو رسېږي چې د اصلي لاسي صنایعو په ارزښت پوهېږي. ډېره خوشاله او هیلهمنه یم؛ ځکه دغه فلټفارم موږ ته فرصت راکړی څو د خپل هنري هویت په ساتلو کې مستقلانه کار وکړو او خپل ځان او نورو ښځو ته روښانه راتلونکی جوړ کړو.»
ورته مهال، د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله لطیفه سرورزاده د یاد پلټفارم پر جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي: «له کلونو راهیسې زموږ ښځې سره له دې چې د لاسي صنایعو، خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، ګلدوزي، د ځايي خوړو د تولید او نورو فعالیتونو کې ارزښتمن مهارتونه لري، خو مناسبو بازارونو ته له لاسرسي بېبرخې دي او دغهراز د پلور شبکې نشتوالي، د تګ راتګ محدودیتونو، د بازارموندنې لګښتونو او د عصري سوداګرۍ تګلارو په اړه د پوهاوي کمښت د دې لامل کېږي چې د هغوی هڅې په ښه توګه ونه لیدل شي او یا محصولات یې په ډېرو ټیټو بیو وپلورل شي.»
هغې زیاته کړه: «د هېواد هیله پلټفارم د تولیدوونکو ښځو او کورنیو او بهرنیو پېرېدونکو ترمنځ مستقیمه لار جوړه کړې څو ښځې وکولای شي له واسطې پرته خپل محصولات معرفي کړي، عادلانه بیې خپلو توکو ته وړاندې کړي او مستقل عاید ترلاسه کړي، دغه پلټفارم یوازې د پلور وسیله نه ده؛ بلکه یو ښوونیز پل هم دی. له دې لارې کاروونکو ته د ډیجیټلي بازارموندنې، معیاري بستهبندۍ، له پېرېدونکو سره د اړیکې ډول او د محصول کیفیت د تضمین د اصولو برخو کې د لنډمهالو ښوونیزو دورو زمینه برابره شوې ده.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په جوزجان ولایت کې ۴۰۰ کارګاوې شته چې په هغو کې ۲۳۵۰ مېرمنې د خیاطي، غالۍ اوبدلو، کرنې، مالدارۍ او پخلي برخو کې په کار بوختې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP