کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بریکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې پیل شوې ده.
الجزیرې د هند د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه ناسته نن (پنجشنبه) پیل شوې او سبا (جمعه) به هم دوام ولري.
د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن سهار پر ځایي وخت ۱۰:۰۰ بجې د غونډې ځای ته رسېدلي او ټاکل شوې چې غونډې به د ورځې تر پایه روانې وي او د ماښام په ۶:۳۰ بجو به پای ته ورسېږي.
په راپور کې راغلي چې ټاکل شوې سبا جمعه هم یوه غونډه د سهار په ۱۰:۰۰ بجې پیل شي.
د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دې ناسته کې ګډون نه دی کړی؛ ځکه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیجینګ ته سفر کړی او پر ځای یې په هند کې د چین سفیر شو فیهونګ د دغه هېواد استازیتوب کوي.
فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به نن ماښام په دې غونډه کې وینا وکړي.
په راپور کې ویل شوي چې عراقچي به د دې ناستې ترڅنګ د برازیل، مصر، مالیزیا، روسیې او کیوبا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم دوهاړخیزې لیدنې ولري.
د یادونې ده، بریکس یوه نړۍواله ټولنه ده چې په ۲۰۰۶ کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړه شوه او سوېلي افریقا په ۲۰۱۱ کال کې ورسره یوځای شوه.
د ۲۰۲۴ کال په پیل کې یو شمېر نور هېوادونه هم بریکس ته ورګډ شول.
د راپورونو له مخې، بلاروس، بولیویا، قزاقستان، ټایلنډ، کیوبا، یوګانډا، مالیزیا، اوزبېکستان او یو شمېر نور هېوادونه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د بریکس شریک هېوادونه ګرځېدلي دي.