ژبه

د روسیې او اوکراین د بریدونو د درولو هیلو د خامو تېلو بیې راټیټې کړې

سهراب سروری

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۱

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د روسیې د تېلو او ډیزلو د عرضې د زیاتېدو تمو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو د درولو احتمالي هوکړې په نړۍوال بازار کې د خامو تېلو بیې راټیټې کړې دي.

رویټرز نن راپور ورکړی چې د برنټ خامو تېلو بیه ۱،۵۴ ډالر، یا ۱،۴۷ سلنه راټیټه شوې او د هر بېرل بیه ۱۰۳،۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده.  دغه راز، د امریکا د لوېدیځ ټکساس د منځني خامو تېلو بیه هم ۱،۵۴ ډالر، یا ۱،۶۸ سلنه راکمه شوې او د هر بېرل بیه ۹۰،۳۱ ډالره شوې ده.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و چې روسیې او اوکراین هوکړه کړې څو د یو بل د  انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي.

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې لا هم د دې هوکړې د جزییاتو په تمه دی، په داسې حال کې چې روسیې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي وو چې روسیه به له ځنډ پرته له ۳۰۰ زره مټریک ټنو ډېر، چې شاوخوا ۲،۲۵ میلیون بېرله ډیزل کېږي، امریکا او نړیوالو بازارونو ته عرضه کړي.

هغه زیاته کړې وه چې روسیه به په نومبر کې ۵۰۰ زره مټریک ټنه نور ډیزل او له هغه وروسته یو میلیون مټریک ټنه نور ډیزل هم عرضه کړي.

د KCM Trade مشر شنونکي ټیم واټرر ویلي چې دغو اعلانونو د عرضې په اړه د بازار اندېښنې کمې کړې، خو د احتمالي هوکړې د عملي کېدو او دوام په اړه لا هم پوښتنې شته.

بلخوا، رویټرز لیکلي چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او د هرمز تنګي په شاوخوا کې پر تېل لېږدوونکو بېړیو وروستیو بریدونو د خامو تېلو د بیو د لا ډېرې ټیټېدو مخه نیولې ده.

 د «کې‌سي‌اېم ټرېډ» (KCM Trade) مالي بروکرج شرکت مشر شنونکي «ټیم واټرر» ویلي چې د روسیې له خوا د ډیزلو د عرضې د زیاتولو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو د درولو د احتمالي هوکړې خبرونو د عرضې په اړه د بازار اندېښنې کمې کړې دي، خو د دې هوکړې د عملي کېدو او دوام په اړه لا هم پوښتنې شته.

رویټرز لیکلي چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او د هرمز تنګي په شاوخوا کې پر تېل لېږدوونکو بېړیو وروستیو بریدونو د خامو تېلو د بیو د لا ډېرې ټیټېدو مخه نیولې ده.