ژبه

د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې دوې نجونې څاه ته لوېدلې او مړې شوې دي

توسط واحدالله جمعه زاده

مې 25, 2026 - 1:22 pm

Views: 3

میدان ښار (پژواک، ۴ غبرګولي ۱۴۰۵): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په عربانو دره کې دوې کوچنۍ نجونې څاه ته د لوېدو له امله مړې شوې دي.

د چک ولسوالۍ مرستیال ولسوال صبغت‌الله وهاج رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د عربانو درې اړوند د ځول په کلي کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو نجونو څخه یوه اته کلنه او بله یو کلنه وه او مړي یې د سیمې د خلکو په مرسته له څاه راایستل شوي دي.

وهاج له خلکو غوښتي چې د کورونو او کرنیزو سیمو څاه‌ګانې خوندي وساتي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي.