کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونې چې ګواکې د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د اوو صنعتي هېوادونو (G7) د مشرانو غونډې په څنډه کې له هغه سره د ګډ عکس اخیستو غوښتنه کړې وه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیک کړکېچ لامل شوې او د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر امریکا خپل بلان شوی سفر لغوه کړی دی.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې له ایټالیايي ټلوېزیوني شبکې (La7) سره په یوه ټلیفوني مرکه کې کړې دي.
یاده مرکه تېره جمعه په فرانسه کې د اوو هېوادونو ډلې (G7) تر غونډې وروسته ترسره شوې ده.
د راپور پر بنسټ، ټرمپ په دې مرکه کې ویلي دي: «ښايي هغه خوشحاله وي چې ما ورسره خبرې وکړې. اړینه نه وه چې زه ورسره خبرې وکړم. هغې له ما وغوښتل چې ورسره عکس واخلم. هغه دومره له ما سره د عکس اخیستو لېواله وه چې که مې پرې زړه نه وای سوځېدلی، دا کار به مې نه وای کړی.»
د دغو څرګندونو له خپرېدو وروسته، جورجیا ملوني په یوه ویډیو کې چې په خپل انسټاګرام کې یې د «زه او ایټالیا هېڅکله زاري نه کوو» تر سرلیک لاندې خپره کړې، د ټرمپ خبرې «په بشپړه توګه دروغ او جوړې شوې» بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د ولسمشر له چلنده حیرانه شوې ده.
همداراز، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني اعلان کړی چې خپل هغه پلان شوی سفر یې لغوه کړی چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ (د جون له ۲۱مې تر ۲۲مې) امریکا ته ترسره شي.
هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «د لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني په اړه د ولسمشر ټرمپ سپکاوی کوونکې څرګندونې د ایټالیا ټولو خلکو ته سپکاوی دی. له همدې امله مې پرېکړه کړې چې امریکا ته خپل هغه سفر لغوه کړم چې د جون د ۲۱مې او ۲۲مې لپاره پلان شوی و.»
د ملوني په اړه د ټرمپ جنجالي ادعا؛ ایټالیا امریکا ته د بهرنیو چارو وزیر سفر لغوه کړ