کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي یې دي اسلامي امارت د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اغېزناک اقدامات ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، اسلامي امارت د نشهيي توکو پر ضد مبارزې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او د نشهيي توکو د قاچاق کمولو لپاره یې پراخ اقدامات ترسره کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي چې د سرګي شویکو هغه څرګندونې مثبتې ارزوي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت، قاچاق او تولید کې کمښت ښیي.
هغه ویلي: «حقیقت دا دی چې د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو برخه کې د پام وړ او بېساري عملیات ترسره کړي، د اسلامي د قاطع او جدي هڅو په پایله کې د نشهیي توکو کښت او تولید نږدې صفر ته رسېدلی دی.»
فطرت زیاته کړې چې په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي څو په هېواد کې نشهیي توکي په بشپړ دول له منځه ولاړ شي.