ژبه

د پاکستان له بندخونو څه باندې زر افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

هجرت‌الله کاکړ

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۲

Views: ۲۶

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۱۰۹۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو څخه ۸۹۶ کسان د تورخم  او ۲۰۳ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د اسنادو نه درلودو له امله نیول شوي وو او هلته يې د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې وې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

سرچینې لیکلي، د کډوالو وزارت د راستنو شوو ملاټر ته ژمن دی.