ژبه

د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

هجرت‌الله کاکړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۵

Views: ۶

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او د تورخم او سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو څخه ۷۱۳ کسان د تورخم  او ۱۶۷ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چط په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته ازاد شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.