کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۴۴ کورنۍ چې ۲۲۵۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۲۴۴ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۵۳ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۸۵ کورنۍ چې ۲۰۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۱۹۸ کورنۍ چې ۱۰۹۱ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۸۱۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۲۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۵۶۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۱۶ کورنۍ چې ۸۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۵ کورنۍ چې ۸۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۱۶۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له ۱۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۰ کورنۍ چې ۱۱۴ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۶۷۳ مسافر هم راستانه شوي دي.
د نغدي مرستو برخه کې له دوو کورنیو سره په ټولیز ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې او یو شمېر کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغهراز، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم ۱۳ کورنۍ چې ۴۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۳ کورنیو سره ۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۳۱ کورنۍ چې ۱۷۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۱۷۸ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۴۴۴ کورنۍ چې ۲۲۵۹ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۲۴۴ کورنۍ چې ۱۳۵۵ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۳۵۳ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۳۸۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.