ژبه

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

هجرت‌الله کاکړ

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۴

Views: ۲۱

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له ایرلنډ سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

دغه لوبه په ایرلنډ کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه او په دویمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته ماته ورکړه.