ژبه

د ایټالیا سیسیل ساحل ته څېرمه د ۲۰۰۰ کلنې بېړې‌ پاتې‌شوني موندل شوي

زرغونه صالحى

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۳

Views: ۳۶

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې د لرغوني روم دورې د یوې بېړۍ پاتې‌شوني چې اټکل کېږي شاوخوا دوه زره کاله پخوانۍ وي، د ایټالیا د سیسیل ټاپو ساحل ته څېرمه د اوبو په ۴۶ متره ژوروالي کې موندل شوي دي.

د ایټالیا «اسنا» خبري اژانس د دغه هېواد د کلتور وزارت په حواله ویلي چې یاده بېړۍ ښایي له میلاد مخکې د لومړۍ یا دویمې پېړۍ اړوند وي او د مازارا دل والو له ساحل څخه شاوخوا درې سمندري میله لرې موندل شوې ده.

د راپور له مخې، د بېړۍ د ډوبېدو په سیمه کې سلګونه خټین لوښي، د بېړۍ د لنګر دوه سربې ټوټې او د سربو یوه بله برخه هم موندل شوې ده.

د ایټالیا د کلتور وزیر الیساندرو جیولي دغه موندنه په وروستیو کلونو کې د اوبو لاندې د لرغون‌پوهنې له مهمو موندنو بللې او ویلي یې دي چې د بېړۍ د تاریخي او لرغون‌پوهنیز شالید معلومولو او د پاتې‌شونو د ساتنې لپاره به نورې څېړنې هم ترسره شي.

دغې موندنې د کارابینري ځواکونو او د سیسیل سیمې د سمندري لرغون‌پوهنې ادارو په ګډو عملیاتو کې، د ځینو وګړو له لوري د دغه لرغوني اثر د احتمالي ځای له راپور ورکولو وروسته ترسره شوې ده.