ژبه

کولمبیا کې زورورې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

احمد صهیب حسرت

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۳

Views: ۲۱

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د کولمبیا په لوېدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه زلزله د دوشنبې په ورځ شوې او د ودانیو د نړېدو، روغتونونو او بنسټیزو تاسیساتو د زیانمنېدو او د یو شمېر خلکو تر خاورو لاندې د بند پاتې کېدو لامل شوې ده.

د راپور له مخې، د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې د زلزلې زور ۷،۴ درجې او ژوروالی یې ۱۰۷ کیلومتره ښودلی دی. د کولمبیا د ځمک‌پوهنې ادارې ویلي چې دا په ۲۱مه پېړۍ کې په دغه هېواد کې ثبت شوې تر ټولو زوروره زلزله ده.

د کولمبیا ولسمشر د ملي بېړني حالت له اعلانولو سره ویلي چې د حکومت لومړیتوب د هغو کسانو ژغورل دي چې د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

په راپور کې راغلي چې د «وایه دل کاؤکا» ولایت کې لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او شاوخوا ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او د کولمبیا د ځمک‌پوهنې ادارې د ۲۱ پس‌لړزو د ثبت خبر ورکړی او د نورو پس‌لړزو د احتمال خبرداری یې هم ورکړی دی.