کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند نن د پوهنې، لوړو زدهکړو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د علومو اکاډمي، تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاستهراوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي:
د راپور بشپړ متن
د پوهنې وزارت
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په کچه د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۹۷۰ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په امارتي او خصوصي ښوونځیو کې ۷ میلیونه او ۶۲۰ زره او ۶۴۰ زدهکوونکي په زدهکړو بوخت وو.
همدارنګه، په همدې کال کې ۲ میلیونه او ۴۴۴ زره او ۷۵۲ تنه طالبالعلمان مدرسو کې په دیني زدهکړو بوخت وو.
په همدې موده کې، په ټول هېواد کې د ۴ زره او ۹۷۳ سواد زدهکړې مرکزونو له لارې ۹۳ زره او ۵۰۹ کسانو ته د سواد زدهکړې روزنیز پروګرامونه وړاندې شوي دي.
همداراز، د هېواد په کچه ۸۲ زره او ۸۳۲ راستنېدونکي په اسلامي او عمومي ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي او له ښوونیزو خدمتونو یې ګټه اخیستې ده.
در سال ۱۴۴۷ هجری قمری، بر اساس آمار ارائه شده، تعداد مکاتب و مداس امارتی و خصوصی مجموعا به ۳۸ هزار و ۴۶۲ باب می رسد.
د موجودو شمېرو له مخې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د امارتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو شمېر ۳۸ زره او ۵۶۲ ته رسېدلی دی.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ټولټال ۲۸۳ زره او ۶۶۵ شهادتنامې غوښتونکو ته صادرې شوې دي. همدارنګه، ۴۸ زره او ۳۲۳ شهادتنامې د مهر او تأیید لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوې دي.
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د ۳۱ زره او ۹۳۴ ښوونکو، ۴ زره او ۴۹۹ سرښوونکو، ۳ زره او ۳۸۰ مدیرانو او د ښوونځیو آمرینو او ۲۳ زره او ۲۶۱ د ښوونځیو شورا غړو لپاره د ظرفیت لوړونې او روزنې پروګرامونه ترسره شوي دي.
په همدې کال کې ۱۰ زره او ۶۰۲ کسان په بېلابېلو بستونو کې ګمارل شوي، چې له دې ډلې: ۵ زره او ۴۸۱ تنه د ښوونکو په بستونو کې؛ ۲ زره او ۱۰ تنه د دیني مدرسو د مدرسینو په بستونو کې؛ ۲ زره او ۱۷ تنه په اداري بستونو کې؛ او ۱ زره او ۹۴ تنه د ښوونکو روزنې او علمي بستونو کې ګمارل شوي دي.
د روڼتیا، د چارو د چټکتیا او غوښتونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټولټال ۴۲ بېلابېل سیسټمونه نوي، فعال او تر دوامدارې څارنې لاندې نیول شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په امارتي پوهنتونونو کې ۱۲۶ زره او ۹۵۲ محصلین او په خصوصي پوهنتونونو کې ۸۵ زره او ۲۲۷ محصلین په لوړو زدهکړو بوخت وو.
په همدې موده کې ټولټال ۱۱۰ زره او ۶۴ تحصیلي اسناد محصلینو ته ورکړل شوي، چې له دې ډلې امارتي پوهنتونونو محصلینو ته ۵۶ زره او ۶۴ او خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته ۵۴ زره ډیپلومونه، ټرانسکرېپټونه او د ستاژ دورې د نمرو اسناد وېشل شوي دي.
په همدې کال کې د محصلینو لپاره ۱۵۸ روزنیز پروګرامونه جوړ شوي او ۱۰۰۰ تنه استادان لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
همدارنګه، په هېواد کې دننه، ۲۹۰ تنه استادان د ماسټرۍ او ۹۴ تنه استادان د دوکتورا پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۱۳۷ تنه استادان چې په بهرنیو هېوادونو کې یې د ماسټرۍ او دوکتورا زدهکړې بشپړې کړې وې، بېرته هېواد ته راستانه شوي او خپلو دندو ته ګومارل شوي دي.
همدارنګه، په امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو کې ۶۰ استادان مقرر شوي او د امارتي پوهنتونونو په کچه ۴ د دوکتورا، ۵ د ماسټرۍ او په خصوصي پوهنتونونو کې ۳ د ماسټرۍ پروګرامونه رامنځته شوي دي.
همدارنګه، د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت پر بنسټ، د بدخشان او غزني په امارتي پوهنتونونو کې د طب پوهنځي، د لومړي ځل لپاره د کابل د طبي علومو په پوهنتون کې د سنتي طب پوهنځی، د خوست په ولایت کې د النور خصوصي پوهنتون او د کونړ په ولایت کې د عبدالله بن عباس (رض) په نوم دیني جامعه هم رامنځته شوې ده.
همدارنګه، د هېواد په کچه د امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د پراختیا او د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره ۲۲ بېلابېلې پروژې پلې شوې او د یو شمېر نورو پروژو چارې په چټکۍ روانې دي.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د نوې ټکنالوژۍ او عصري علومو (انجنیرۍ، کمپیوټر ساینس او مصنوعي ځیرکتیا) په برخه کې ۶۳۳ نوي بستونه رامنځته شوي دي.
همدارنګه، د پوهنتونونو د ۱۵۵۵ تنو ممتازو فارغانو نوملړ په امارتي ادارو کې د ګومارنې په موخه ترتیب او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته لېږل شوی دی.
د ازموینو عمومي ادارې
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په ټول هېواد کې د کانکور ۵۳ ازموینې ترسره شوې او ۱۸۹ زره او ۱۶۹ دواطلبانو پکې ګډون کړی دی.
د ازموینو د پروسې د ساده کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي؛ هغه فورمه چې پخوا په حضوري ډول وېشل کېده، اوس انلاین شوې او داوطلبان یې په اسانه ترلاسه کولی شي.
همدارنګه، د شکایتونو د ثبت پروسه چې پخوا حضوري وه، اوس ساده او انلاین شوې ده او شکایت کوونکي کولی شي خپل شکایتونه انلاین ثبت کړي، چې د درې کاري ورځو په ترڅ کې ورته رسېدنه کېږي.
د ټرانسکرېپټ او د علماوو د سویې تثبیت اسنادو د طی مراحل په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. پخوا دغه پروسه ۳۷ پړاوونه او ۱۴ ورځې نیولې، خو اوس ۲۳ پړاوونو او ۷ ورځو ته راکمه شوې ده.
همدارنګه، د دولسم ټولګي د فارغانو د نوم او شهرت د اصلاح پروسه له ۴۲ پړاوونو او ۷ ورځو څخه ۳۲ پړاوونو او ۳ کاري ورځو ته راکمه شوې ده.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، ۹ ښوونیز مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي او همدارنګه د سرپل، نیمروز، کندز، غور او بادغیس ولایتونو کې د نابینایانو او کاڼو لپاره ۵ ځانګړي ښوونیز مرکزونه هم جوړ شوي دي.
په تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو کې ټولټال ۷۷ زره او ۸۸۵ کسان په زدهکړو بوخت وو، چې له دې ډلې ۳۱ زره او ۷۷۳ تنه په لیسو او ۴۶ زره او ۱۱۲ تنه په تخنیکي او مسلکي انستیتیوتونو کې شامل وو.
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، په ځانګړو ښوونیزو مرکزونو کې ۳۴۷۰ نابیناوو او کاڼو کسانو زدهکړې ترلاسه کړي دي.
همدارنګه، ۱۱ زره او ۹۱۰ کسانو د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له پروګرامونو ګټه اخیستې ده، چې موخه یې د کاري مهارتونو لوړول، د کارموندنې زمینه برابرول او بازار ته د مسلکي کاري ځواک وړاندې کول دي.
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له روزنیزو مرکزونو څخه ۸۱۲ تنه فارغان په امارتي ادارو او شرکتونو کې استخدام شوي او له ۱۰ زرو څخه زیات فارغان د عملي تجربو ترلاسه کولو لپاره د کارآموزانو په توګه ادارو ته معرفي شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ښوونیزو مرکزونو ته ۲۵۸۰ نوې محصلین او زده کوونکي جذب شوي، چې د ټولو زده کوونکو شمېر یې ۷۶۴۳ ته رسېږي. همدارنګه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۹۹۴ زده کوونکي د وزارت له تعلیمي مرکزونو څخه فارغ شوي دي.
د افغانستان د علومو اکاډمي
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د اسلامي، بشري، طبیعي او تخنیکي علومو په برخو کې ۱۴ علمي – څېړنیزې پروژې بشپړې شوې او ۱۶۴ علمي – څېړنیزې مقالې بشپړې او خپرې شوې دي.
همدارنګه، ۱۰۰ علمي – څېړنیز کنفرانسونه او ۶ علمي – څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.
په همدې موده کې له بهرنیو ژبو څخه د هېواد رسمي ژبو ته د ۱۰ علمي – څېړنیزو اثارو ژباړه شوې، د ماوردي رحمهالله د «الاحکام السلطانیه» کتاب ژباړه شوې، د پښتو ادبي دایرةالمعارف لومړی ټوک بشپړ شوی او د بانکونو د قضیو د رسېدنې طرزالعمل تدوین شوی دی.
همدارنګه، د ۱۹۲ علمي – څېړنیزو پروژو چارې روانې دي.