منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:57 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

ننګرهار کې د جعلي شاتو د تولید کارخونه کشف شوې ده

· 1 دقیقه لوستل · 64 کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د جعلي شاتو د تولید یوه کارخونه کشف شوې ده او ورسره په تړاو اته کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده کارخونه کې له ګلوکوز څخه جعلي شات تولیدېدل.

سرچینه کاږي د دغه غیرقانوني فعالیت په تړاو اته کسان نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او قضیه به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

واحد الله جمعه زاده