ژبه

په درېیو ولایتونو کې نږدې ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

هچرت الله کاکړ

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۲

Views: ۳

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزارت وایي، په تېره یوه اونۍ کې په ننګرهار، کندوز او سمنګان ولایتونو کې ۱۲۸۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

د کور او ښارجوړولو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په ځینو ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

سرچینه زیاتوي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په درېیو ولایتونو کې ۱۲۸۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

دغه وزارت لیکلي چې له یادې ډلې په ننګرهار کې ۸۰۰، په کندوز کې ۴۵۰ او په سمنګان ولایت کې ۳۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکې نومرې ورکړل شوي.

د کور او ښارجوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۷۳ زره او ۱۰۲ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او دا لړۍ په منظمه او چټکه توګه رواانه ده.