کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان په ملتان ښار کې له پټلۍ د «رحمان بابا اکسپرېس» مسافر وړونکي یوه اورګاډي وتلو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
جیو نیوز راپور ورکړی چې دغه پېښه نن (سهشنبه))سهار شاوخوا پنځه بجې د ملتان ښار شیرشاه پله ته څېرمه شوې او د اورګاډي ټول ۱۴ واګونونه له پټلۍ وتلي دي.
د راپور له مخې، ټپیان د درملنې لپاره د ملتان نشتر روغتون ته لېږدول شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې په سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
په راپور کې راغلي چې دغه اورګاډی له کراچۍ څخه پېښور ته روان و.
د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف د پېښې په غبرګون کې اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ژغورنې عملیات چټک کړي او ټپیانو ته له ځنډ پرته اړین روغتیايي خدمات برابر کړي.
د پاکستان د اورګاډي پټلۍ وزیر حنیف عباسي هم د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د وضعیت ارزونې او د ژغورنې عملیاتو د بهیر څارلو لپاره د پېښې ځای ته تللی دی.
هغه ویلي چې د اورګاډي د بېمې د تګلارې له مخې به د مړه شوو کسانو کورنیو او ټپیانو ته غرامت ورکړل شي.
له پټلۍ د اورګاډي وتلو لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی څرګند شوی؛ خو یوه مسافر ویلي چې له پېښې مخکې د روهړي په سیمه کې د اورګاډي نهم واګون ترمیم شوی و.