بازارک (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د پنجشېر ولايت په خنج ولسوالۍ کې د غره د ښويېدنې له امله لس تنه مړه او يو تن ټپي شو.
د خنج ولسوال عيدي محمد طارق نن (د لړم ٢٥ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د يوې کورنۍ غړي د خپل کور په جوړولو بوخت وو.
د نوموړي په وينا، دغه پېښه د يادې شوې ولسوالۍ د زنې په سيمه کې د غره د يوې برخې د کېندلو له امله، چې د يادې شوې کورنۍ له خوا ترسره شوى وو، رامنځ ته شوې ده.
طارق زياته کړه، چې د دغه غره د ښويېدنې له امله لس تنه مړه او يوه پېغله نجلۍ ټپي شوې ده.
د خنج ولسوالۍ امنيه قوماندان مل پاسوال محمد خالد پژواک ته وويل، چې دغه غر وروسته له هغه وښويېد، چې لاندينۍ برخه يې د يادې شوې کورنۍ د غړو له خوا کېندل شوې وه.
نوموړي څرګنده کړه، چې پېغله نجلۍ د خلکو په مرسته له خاورو لاندې څخه رااېستل شوې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي ضياء الرحمن پژواک ته وويل: ((په کور کې وم، چې غږ شو او وروسته خاورې او دوړې اسمان ته پورته شوې.))
د نوموړي په وينا، د خلکو په مرسته يې د يادې شوې کورنۍ ١٥ کلنه نجلۍ له خاورو څخه رااېستلې ده؛ خو د کورنۍ نور غړي مړه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم، د پنجشېر ولايت د خنج ولسوالۍ د سفيد چهر په کلي کې د غره ښويېدنې پېښه رامنځ ته شوه، چې ځاني زيان يې نه درلود؛ خو د کرنيزو ځمکو د حاصلاتو او ونو د زيانمنېدو لامل شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن