منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په پنجشېر کې غره ښويېدنې لس تنه مړه کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

بازارک (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د پنجشېر ولايت په خنج ولسوالۍ کې د غره د ښويېدنې له امله لس تنه مړه او يو تن ټپي شو.

 د خنج ولسوال عيدي محمد طارق نن (د لړم ٢٥ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د يوې کورنۍ غړي د خپل کور په جوړولو بوخت وو.

 د نوموړي په وينا، دغه پېښه د يادې شوې ولسوالۍ د زنې په سيمه کې  د غره د يوې برخې د کېندلو له امله، چې د يادې شوې کورنۍ له خوا ترسره شوى وو، رامنځ ته شوې ده.

 طارق زياته کړه، چې د دغه غره د ښويېدنې له امله لس تنه مړه او يوه پېغله نجلۍ ټپي شوې ده.

 د خنج ولسوالۍ امنيه قوماندان مل پاسوال محمد خالد پژواک ته وويل، چې دغه غر وروسته له هغه وښويېد، چې لاندينۍ برخه يې د يادې شوې کورنۍ د غړو له خوا کېندل شوې وه.

 نوموړي څرګنده کړه، چې پېغله نجلۍ د خلکو په مرسته له خاورو لاندې څخه رااېستل شوې ده.

 د سيمې يوه اوسېدونکي ضياء الرحمن پژواک ته وويل: ((په کور کې وم، چې غږ شو او وروسته خاورې او دوړې اسمان ته پورته شوې.))

 د نوموړي په وينا، د خلکو په مرسته يې د يادې شوې کورنۍ ١٥ کلنه نجلۍ له خاورو څخه رااېستلې ده؛ خو د کورنۍ نور غړي مړه شوي وو.

 دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم، د پنجشېر ولايت د خنج ولسوالۍ د سفيد چهر په کلي کې د غره ښويېدنې پېښه رامنځ ته شوه، چې ځاني زيان يې نه درلود؛ خو د کرنيزو ځمکو د حاصلاتو او ونو د زيانمنېدو لامل شوې وه.