جلال اباد-اسعداباد (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): افغان او نړيوالو ځواکونو په کونړ او نورستان ولايتونو کې د توفان په نوم پوځي عمليات پيل کړي دي.
په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې د کونړ په ناړۍ او د نورستان په کامدېش ولسواليو کې، له کورنيو او بهرنيو نظامي ځواکونو سره په ګډه عمليات پيل کړل.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ورسره د ٢٠١ قول اردو او ايتلاف ځواکونو هوايي ځواک مرسته کوي.
د نوموړي په وينا، د نن ورځې په عملياتو کې يې د کامدېش يو شمېر سيمې له وسلوالو مخالفينو پاکې کړې دي.
امرخېل وويل، له عملياتو يې موخه د حرفوي غلو د يوه مشر حاجي عثمان او د طالبانو له لوري د نومول شوي والي مولوي دوست محمد د واک او ځواک له منځه وړل، د دوي وژل او يا ژوندي نيول دي.
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ په ټولو حاکمو نقطو کې يې د ملي اردو او سرحدي پوليسو ځواکونه ځاى پرځاى کړي دي.
امرخېل وايي، چې د چټک غبرګون سرحدي پوليس به تر يوې مياشتې د دغو عملياتو بهير روان ساتي، چې په وينا يې، ياده ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفيه شي.
د سرحدي پوليسو قوماندان دغه راز وويل، چې د کونړ، نورستان غځېدلې لار، چې د اختر له لومړۍ ورځې راهيسې د ځايي وسلوالو له خوا تړل شوې وه، پرون بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
امرخېل وويل، په عملياتو کې تر دې دمه يوه لوري ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د يادونې ده، چې کامدېش له ٣ کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې او د هغوي پياوړى سنګر دى.
دغه راز په ختيځ کې د ملي اردو د دويمې لوا وياند جګړن شېرين اقا پژواک ته وويل، چې نن سهار يې د ناړۍ ولسوالۍ د بريکوټ له سيمې د نورستان تر ګوردېش پورې د طوفان په نوم ګډ پوځي عمليات پيل کړي، چې موخه يې دغه سيمه کې له وسله والو مخالفينو پاکول او د سرحدي پوليسو پياوړتيا دى.
نوموړى وايي، چې په دغو عملياتوکې ملي پوځ، ملي پوليس او سرحدي ځواکونه برخه لري او د اړتياپر مهال به يې ايساف ځواکونه هم هوايي مرسته کوي.
د هغه په وينا، تر اوسه له کوم وسله وال غبرګو سره نه دي مخ شوي او عمليات دوام لري.
امنيتي ځواکونه په دې سيمه کې د عملياتو خبره په داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې په ياده سيمه کې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل او په ترڅ کې يې دېرش سرحدي پوليس ووژل شول.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن