خوست ښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د فوټبال هغه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت د فوټبال په ملي لوبغالي کې پيل شوې، نن ورځ مازيګر د خوست ولايت په ګټه پای ته ورسېدې.
د خوست د اولمپیک امريت د فوټبال فدراسون مسوول سلطان د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په خوست کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د خوست منتخبې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
هغه زياته کړه چې په دغو سياليو کې د خوست، پکتيا، غزني، لوګر او پکتيکا ولايتونو لوبډلو برخه اخيستي وه.
د نوموړي په خبره، نن د خوست او پکتيا لوبډلو ترمنځ پاى لوبه ترسره وشوه، چې د یو ګول په ترسره کولو سره خوست لومړی او پکتيا دویم مقام ترلاسه کړ.
د سلطان به خبره، خوست د دغې سیالۍ په ګټلو سره د هېواد په کچه سياليو ته لار پيدا کړه.
سلطان دا هم وویل، چې د يادو شويو ولايتونو ترمنځ په سيالیو کې خوست ۹، غزني، ۶ او پکتیا ۳ نومرې ترلاسه کړې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي چې د دغو سياليو نندارې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وویل، دا د وياړ ځای دی چې په خوست کې د زون په کچه سيالۍ ترسره کېږی.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ هیله مند يو چې په خوست کې د هېواد په کچه سيالۍ هم ترسره شي.))
د ده په خبره، خوست له هغو ولايتونو څخه دی چې ښه امنيت په کې شته او د هر ډول سياليو د ترسره کولو لپاره ښې اوبه او هوا لري.
د خوست د فوټبال لوبډلې مشر نور ولي خان خوستی، د لوبډلې د بريا په ترلاسه کولو سره زيات خوښ و.
خو نوموړي د افغان له اولمپيک امريت څخه د مسلکي روزونکو غوښتنه کوله، چې خوست ته راشي او په دې ولايت کې لوبغاړو ته د فوټبال په برخه کې روزنه ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن