منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۱ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

خوست د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سياليو اتل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د فوټبال هغه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت د فوټبال په ملي لوبغالي کې پيل شوې، نن ورځ مازيګر د خوست ولايت په ګټه پای ته ورسېدې.

 د خوست د اولمپیک امريت د فوټبال فدراسون مسوول سلطان د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په خوست کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د خوست منتخبې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

 هغه زياته کړه چې په دغو سياليو کې د خوست، پکتيا، غزني، لوګر او پکتيکا ولايتونو لوبډلو برخه اخيستي وه.

 د نوموړي په خبره، نن د خوست او پکتيا لوبډلو ترمنځ پاى لوبه ترسره وشوه،  چې د یو ګول په ترسره کولو سره خوست لومړی او پکتيا دویم مقام ترلاسه کړ.

 د سلطان به خبره، خوست د دغې سیالۍ په ګټلو سره د هېواد په کچه سياليو ته لار پيدا کړه.

 سلطان دا هم وویل، چې د يادو شويو ولايتونو ترمنځ په سيالیو کې خوست ۹، غزني، ۶ او پکتیا ۳ نومرې ترلاسه کړې دي.

 د خوست والي عبدالجبار نعيمي چې د دغو سياليو نندارې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وویل، دا د وياړ ځای دی چې په خوست کې د زون په کچه سيالۍ ترسره کېږی.

 نوموړي زیاته کړه: ((موږ هیله مند يو چې په خوست کې د هېواد په کچه سيالۍ هم ترسره شي.))

 د ده په خبره، خوست له هغو ولايتونو څخه دی چې ښه امنيت په کې شته او د هر ډول سياليو د ترسره کولو لپاره ښې اوبه او هوا لري.

 د خوست د فوټبال لوبډلې مشر نور ولي خان خوستی، د لوبډلې د بريا په ترلاسه کولو سره زيات خوښ و.

 خو نوموړي د افغان له اولمپيک امريت څخه د مسلکي روزونکو غوښتنه کوله، چې خوست ته راشي او په دې ولايت کې لوبغاړو ته د فوټبال په برخه کې روزنه ورکړي.