کابل (پژواک ۲۹ لیندۍ ۹۰) د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کمیرون دلیندۍ په ۲۹مه، افغانستان ته دیوه ناڅاپي سفر پر مهال د افغان حکومت وسلوالو مخالفینیو سره پر خبرو اترو یې ټینګاروکړ.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دبریتانیا دشاهی دولت لومړی وزیر ډیویډ کمیرون نن دافغانستان سویل ته سفر کړی و.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي ددې سفر پر مهال ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفون وکړ او دافغانستان په سویل او په ځانګړې توګه د هلمند او کندهارولایتونو د حالاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دیوید کامرون سویل ته د سفر په ترڅ کې د خپلو سترګو لیدلي حالت په باب یې ولسمشر حامد کرزي ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هلمند او کندهار په ولایتونوکې امنیتي حالت ښه شوی دی.
ده زیاته کړه چې افغان ځواکونه لا پیاوړي شوي او د خپل هېواد د امنیتي مسوولیتونو د په غاړه اخیستلو ځواک لري.
کامرون د سولې د بهیر پر دوام باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې بریتانیا د سولې د بهیر د دوام او له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو غوښتونکې ده.
د بریتانیا صدراعظم د دې هیله وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو په پولو کې له وروستیو پیښو وروسته، ښه والی ومومي.
دسرچینې د معلوماتو له مخې، ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا د صدراعظم له ټلیفوني اړیکې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان دولت د سولې د بهیر د پرمخ بیولو او له مخالفینو سره د خبرو اترو په موخه د مخالفینو لپاره د یوه مشخص دفتر د پرانیستلو په خاطر چې یوازې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو او خبرو اترو لپاره جوړشي، څه موده وړاندې د هېواد له جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره په مشورتي غونډه کې موافقه کړې او په دې اړه یې شرایط هم ایښي دي.
ټاکل شوې وه، چې د بریتانیا لومړی وزیر هلمند ولایت ته سفر وکړي، خو د هوا د خرابوالي له امله یې د کندهار په هوایي ډګر کې له خپلو میشتوسرتیرو او په سویل کې د ناټو امریکایي قوماندان یې سره یې ولیدل.
هغه خپلو سرتیرو سره د خبرو مهال د هغوی د ماموریت څخه مننه وکړه او ویې چې په سویل کې امنیتي حالت ښه شویدی.
نوموړي وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې به له افغانستان څخه ۵۰۰ بریتانوي سرتیري وویستل شي، خو د ۲۰۱۳ کاله په اړه یې څه ونه ویل.
خو ډیویډ کمیرون وویل چې هیوادوال یې ددې حق لري چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ماموریت له پای ته رسیدو څخه خبر شي او دغه ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسیږي.
بریتانیا دایساف په چوکاټ کې ۹۵۰۰ سرتیري لري چې په هلمند ولایت کې میشت او تر اوسه یې په افغانستان کې شاوخوا ۳۹۰ سرتیري وژل شوي دي.