ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ١٦٠٠ کيلوګرامه چرس ونيول شول

10 Jan 2012 - 14:27
10 Jan 2012 - 14:27

کندهار (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د کندهار ولايت په ژېړۍ، پنجوايي او سپين بولدک ولسواليو کې پوليسو د عملياتو پر مهال ١٦٠٠ کيلوګرامه خام چرس نيولي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره ورځ د سپين بولدک په رباط کلي کې ١٠٠٠ کيلوګرامه خام چرس او په پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو کې شپږسوه کيلوګرامه خام چرس نيولي دي.

دى وايي، چې د دغو نيول شويو نشه يي توکو په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليس يې د نيولو په لټه کې دي.

ايوبي دغه راز وويل، چې پوليسو په خاکرېز، ميوند او ژېړۍ ولسواليو کې د يو لړ نورو عملياتو پر مهال يو ماين خښوونکى نيولى او د چاودېدونکو توکو ٥ بوشکې يې هم ترلاسه کړې دي.

بلخوا ايساف ځواکونو هم ويلي، چې په کندهار ولايت کې يې سلګونه کيلوګرامه چرس نيولي دي.

پرون هم ايساف په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، چې په کندهار ولايت کې يې زرګونه کيلوګرامه چرس او د بنګو تخم نيولى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version