ژبه

په ننګرهار کې يو خصوصي ښوونځى وتړل شو او دوه جريمه شول

عبدالمعيدهاشمى

۲۵ سلواغه ۱۳۹۰ - ۱۵:۰۴

Views: ۱۹۵

جلال اباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د وزارت په سپارښتنه يې په جلال اباد ښار کې يو خصوصي ښوونځى تړلى او دوه نور يې نغدي جريمه کړي دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د سلواغې په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو ښوونځيو کې نن د ګندهارا په نوم يوه لېسه وتړل شوه او دوه نور ښوونځي ١١٠زره افغانۍ نغدي جريمه شول.

د هغه په وينا، د ننګرهار د پوهنې رياست او د پوهنې وزارت ګډ پلاوي په دغه ولايت کې د خصوصي لېسو چارې له نږدې څخه کتلې او دغه پرېکړه يې وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په يو شمېر خصوصي ښوونځيو کې د افغاني نصاب نه پلي کول، ناقانونه فعاليت، د بهرنيو اتباعو ګومارل او په ټولګيو کې د ډېرو شاګردانو د کېنولو له امله يې دغه ګام پورته کړى دى.

شينواري وويل، چې له پرله پسې خبرداري وروسته يې د ٤٥٠ زده کوونکو درلودونکى ګندهارا ښوونځى تړلى او د وحدت او د کابل نړيوال ښوونځي يې له ٥٠ زره څخه تر ٦٠ زره افغانيو پورې جريمه کړي دي.
نوموړى وايي، چې دغه راز يې په جلال اباد ښار کې د ګهيځ، التقوى، شمس لندن اکاډمي، احمدشاه دراني او افغان مراد ښوونځيو ته اخطار ورکړى، چې خپلې چارې د پوهنې وزارت له لايحې سره سمې پر مخ بوځي.

د پوهنې رياست د وياند په خبره، په دغه ولايت کې يې ١٣ هغو ښوونځيو ته، چې د کار جوازونه نه لري، خبر ورکړى، چې ژر تر ژره دې خپل اسناد بشپړ کړي.

 

نوموړ ي وويل، چې پر دې سربېره يې نن د غني خېلو ولسوالۍ د کاټيلي په سيمه کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې د ١٢خونو په درلودلو سره به په راتلونکو شپږو مياشتو کې د ولايتي بيارغونې ډلې په ١٢٤زره امريکايي ډالره لګښت بشپړ شي.

په ختيځو ولايتونو کې د خصوصي ښوونځيو د ټولنې مشر برهان الدين سيرت پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنې وزارت له خوا د ګندهارا ښوونځي مسوولينو ته مخکې هم څو ځلې اخطارونه ورکړل شوي وو.

 ده زياته کړه، چې د خصوصي ښوونځيو د قانون د ٤٢مې مادې پر اساس بايد لومړى يو ښوونځي ته توصيه، ورپسې اخطار بيا نغدي جريمه او تر ټولو وروسته د تړلو خبر ورکړل شي.

نوموړي ومنله، چې جريمه شوي ښوونځي يو لړ اداري ستونزې لري.

خو هغه د ننګرهار د پوهنې رياست تورن کړ، چې د خصوصي ښوونځيو ښوونکو ته يې روزنيز ورکشاپونه نه دي ورکړي.

سيرت وويل، چې د دوى په ښوونځيو کې ټول پاکستاني ښوونکي او کارکوونکي د کار جوازونه لري، چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په کارت او يا په وېزه راغلي دي.

د احمدشاه دراني د خصوصي ښوونځي مدير محمدنعيم کشاف پژواک اژانس ته وويل، چې د ده ښوونځى د وزارت له ټولو نورمونو سره برابر فعاليت کوي او تر اوسه کوم اخطار او توصيه ورته نه ده شوې.

د يادونې ده، چې په ننګرهار ولايت کې دغه مهال ٣٣ خصوصي ښوونځي فعال دي او ١٠ زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.