اسلام اباد (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٠): د افغانستان، پاکستان او ايران ولسمشرانو ترمنځ درې اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې پيل شوه.
ولسمشر حامد کرزى په دې غونډه کې د ګډون په موخه، له يوه لوړ پوړي پلاوي سره پرون اسلام اباد ته رسېدلى او پرون يې د پاکستان له لومړي وزير ګيلاني او او ولسمشر زرداري سره لومړنۍ ليدنې هم ترسره کړې دي.
يوې دولتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې به د يادو هېوادونو ولسمشران، په افغانستان کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې پر بهير، له ورانکارۍ سره پر مبارزې، اقتصادي موضوعاتو او يو شمېر نورو د علاقې وړ مسايلو خبرې وکړي.
دغه راز سرچينې زياته کړې، چې په درې اړخيزه غونډه کې به په ګډو پولو د ورانکارو د تګ راتګ په مخنيوي، نشه يي توکو له منځه وړلو او پر ايران د نړيوالو له بنديزونو وروسته په رامنځ ته شويو حالاتو هم خبرې کېږي.
د افغانستان، ايران او پاکستان د ولسمشرانو ترمنځ دا درېيمه غونډه ده، چې ترسره کېږي.
له دې مخکې د روان لمريز کال د چنګاښ مياشتې په لومړيو کې، د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شوې وه.
په هغې غونډه کې د يادو مشرانو ترمنځ د ترهګرۍ او نشه يي توکو پرخلاف د ګډې مبارزې او په سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د درېيو هيوادونو اړيکو او همکاريو د پراختيا په اړه خبرې شوې وې.
د دې درې اړخيزې غونډې د جوړونې پرېكړه د ايكو يا سيمه ييزې همكارۍ د سازمان په غونډه كې، چې په تهران كې جوړه شوې وه، وشوه.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن