ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
5 Mar 2012 - 14:28
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
5 Mar 2012 - 14:28

 کابل ښار (پژواک ١٥ کب ٩٠): د کابل چاپ د نننيو ورځپاڼو په خپلو سرليکنو کې د افغانستان بانک هغه پرېکړه، چې غواړي له هېواده د بهرنيو اسعارو د وتلو مخه ونيسي، ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو له خوا د پلانونو او طرحو وړاندې کول او له هغوى نه د وکيلانو نه پوښتنه او همدارنګه د افغانستان په اړه د پاکستان د سياست د بدلون په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې څرګندونې او ځيني نور موضوعات څېړلي دي.

د ملي ارمان او ارادې ورځپاڼو د افغانستان بانک دغه پرېکړه څېړلې ده چې نور به څوک ونه شي کړاى تر شل زره ډالرو زيات بهرني اسعار له هېواده بهر کړي.

ملي ارمان ورځپاڼې په داسې حال کې چې د افغانستان بانک دغه پرېکړه ستايلې او ضروري يې ګڼلې ده، په دې اند ده، چې دغه ګام ډېر ناوخته پورته شوى دى.

دغه ورځپاڼه په دې نظر ده، چې دغه ګام په دوو دليلونو ناوخته پورته شوى دى، يو دا چې د ورځپاڼې په خبره تر اوسه شاوخوا اته ميليارده ډالر له افغانستان څخه بهر ته اېستل شوي دي او بله دا چې نور له افغانانو سره د نړيوالو مرستو موسم، چې ورځپاڼه ورته شين فصل وايي، پاى ته رسېدلى او تمه نه کېږي، چې نور به هېواد ته دومره زياتې پيسې راشي.

د ارادې ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او د افغانستان بانک د دې پرېکړې په اړه ليکي، چې دغه ګام له افغانستان څخه د ميلياردونو ډالرو تر اېستل کېدو وروسته اخيستل شوى، چې د ورځپاڼې په خبره د دې پروسې دوام کولاى شي د افغانستان اقتصادي سيستم ته کاري ضربه ورکړي.

اراده ورځپاڼه هم د ملي ارمان ورځپاڼې په څېر د افغانستان بانک دغه اقدام ستايي، هغه منطقي او پرځاى ګڼي، خو په دې اند هم ده، چې بايد تر دې وړاندې دا هم روښانه شي، چې دغه پيسې د چا له خوا او د کومو موخو لپاره اېستل شوې دي.

د هشت صبح، محور او خدمتگار ورځپاڼو ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو له خوا د کاري پلان او طرحو وړاندې کولو لړۍ څېړي او همدارنګه د دې لړۍ په ترڅ کې د وکيلانو له خوا له دغو وزيرانو څخه د اساسي پوښتنو له نه مطرح کولو څخه هم سرټکوي.

هشت صبح د ولسي جرګې د تېرې ورځې د غونډې په څېړلو سره په دې باور ده، چې ولسي جرگه په درانه خوب ويده ده او وکيلانو ته د څو تخصصي پوښتنو د مطرح کولو مجال هم نه دى پاتي.

دا ورځپاڼه د وزيرانو له خوا د طرحو او پلانونو د وړاندې کولو په ترڅ کې له غونډې څخه د وکيلانو وتنې ته په اشارې سره په دې اند ده، چې دغه بې علاقه ګي خلکو ته دغه پيغام رسوي، چې هر وکيل مخکې له مخکې په هر دليل چې دى، پرېکړه کړې ترڅو ټاکل شوو او مشخصو وزيرانو ته د باور رايه ورکړي.

همدارنګه محور ورځپاڼه هم د ولسي جرګې د تېرې ورځې په غونډه کې د څو کانديد وزيرانو وړاندې شوې طرحې او پلانونه ارزوي او په دې اند ده، چې که څه هم په ولسي جرګه کې ځينې پوښتنې مطرح شوې، خو د ورځپاڼې په خبره، د وزيرانو په ځوابونو کې داسې نوي څه نه وو؛ ځکه په دغو کانديد وزيرانو کې څو تنه د وزارتونو سرپرستان هم دي، د هغوى په پخوانيو او نه په راتلونکې پلان کې نوي شي شتون نه درلود.

باور ورځپاڼه هم د هشت صبح په څېر په دې اند ده، چې د کانديد وزيرانو په پلانونو او طرحو کې د نوي شي له نه شتون سره د ولسي جرګې وکيلانو هم د پام وړ پوښتنې له هغوى څخه مطرح نه کړې او ورځپاڼه پوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې غړي به دغه وزيرانو ته په کوم اساس د باور رايه ورکوي؟

د خدمتګار ورځپاڼه د ولسي جرګې له خوا کانديدوزيرانو ته د باور رايې د ورکړې موضوع څېړي او په دې نظر ده، چې کېداى شي ولسي جرګه له کانديد وزيرانو سره معامله وكړي.

خدمتګار ورځپاڼه د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو دې خبرو ته ګوته نيسي او ليکي، چې د کانديد وزيرانو په اړه د ولسي جرګې اوسنى استدلال دا دى، چې ډېرى دغه کانديدان كاري وړتيا نه لري او بايد رد شي، خو د ورځپاڼې په خبره دا به وروسته معلومه شي چې د ولسي جرگې د استدلال په هنداره كې راغبرګېدونكى تصوير اصلي، كه كاذب دى؟

د ويسا او ماندګار ورځپاڼو بيا نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن حنا رباني کهر هغه وروستۍ خبرې ارزولې دي، چې په هغې کې د افغانستان په اړه د دغه هېواد په سياست کې بدلون ته اشاره شوې ده، خو دواړو ورځپاڼو په دې اړه بېلابېل دريځونه خپل کړي دي.

د ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې تر دغه سرليک لاندې، چې نه ړوند باور او نه ړندې كركې، د مېرمن حنا ربانې کهر څرګندونې له دې اړخه مهمې ګڼې، چې د پاكستان په سياست كې په تېره له افغانستان سره په اړيكو كې يوه نوې لاره او نظر ښكاروي.

ويسا ورځپاڼه همدا رنګه په دې اند ده، چې زموږ په هېواد كې د لويو او وړوكيو استخباراتي ادارو او د لرې او نږدې هېوادونو د پلويانو ترمنځ جنګ ښه تود دى او د ورځپاڼې په خبره، يو لورى د پاكستان هر حركت او نظر پر درواغو، چل، فريب او ټګۍ ولاړ بولي، خو بل لورى د تاريخي، مذهبي او كلتوري همغږۍ او يووالي تر نامه لاندې پر ډېرو ترخو حقايقو د پردو ا چولو هڅې كوي او د ورځپاڼې په خبره، له چارواکو دا تمه کېږي تر څو دريځ يې د پورته يادې شوې جګړې د دواړو اړخونو له اغېز نه خوندي او د ولس او هېواد د لوړو ګټو لپاره وي.

خو د ماندګار ورځپاڼه بيا په خپله سرمقاله کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې دغو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او په دې اند ده، چې د مېرمن حنا ربانې کهر دا خبرې د پاکستان د وژل شوې صدراعظمې مېرمن بې نظير بوټو له خبرو سره ورته والى لري او ليکي چې دغه څرګندونې د مېرمن بې نظير بوټو هغه خبرو ته ورته دي، چې د ورځپاڼې په خبره د ذهنونو د غولولو او د ګناه له دايرې څخه د پاکستان د پښې اېستنې په موخه ترسره شوې وې.

ماندګار ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې مېرمن حنا رباني کهر بايد دا ومني، چې د افغانستان خلک اوس پاکستان د يوې لسېزې پخوا په پرتله ښه پېژني او پوهېږي چې د پاکستان د ستراتيژيکو موخو ژور والى د افغانستان په اړه تر اوسه هم بدلون نه دى موندلى.

د محور ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړيوال بانک هغه راپور ته ګوته نيولې، چې په هغه کې ويل شوي، د افغانستان ٦٩سلنه وګړي تر اوسه هم د خوراکي توکو مصؤونيت نه لري.

دغه ورځپاڼه دې موضوع ته په اشارې سره، چې تر اوسه له افغانستان سره نږدې اويا ميليارده ډالره مرسته شوې ده، په دې اند ده، چې د دولت دغه استدلال، چې دا کسان په نا امنه او لرې پرتو سيمو کې هستوګن دي او دولت دوى ته لاسرسى نه لري، د منلو وړ نه دى؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره که په افغانستان کې امنيت ښه واى او دولت په ټول افغانستان حاکم واى، نو بيا بهرنيو سرتېرو په افغانستان کې څه کول او نړيوالو د څه لپاره له دغه هېواد سره په ميلياردونو روپۍ مرسته کوله.

سرنوشت ورځپاڼه بيا هغه فشارونو او ګواښونو ته اشاره لري، چې د دې ورځپاڼې په ليکنه پر ولسمشر کرزي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک په موخه واردېږي.

سرنوشت ورځپاڼه ليکي، چې د ستراتيژيک تړون لپاره د افغانستان شرطونه قانوني او له نړيوالو معيارونو سره سم دي او دغه راز دغه شرطونه يوازې د ولسمشر کرزي نه، بلکې دا د افغان ولس شرطونه دي، چې د خپلو استازو له لارې يې له افغان حکومت سره شريک کړي.

او په پاى کې د وحدت ورځپاڼه په افغانستان کې قران عظيم الشان ته د سپکاوي په تور د نيول شوو امريکايي سرتېرو د محاکمې غوښتنه کوي او دا پوښتنه را ولاړوي، چې ولې دغه سرتېرې په افغانستان کې نه محاکمه کېږي او دلته سزا نه ورکول کېږي.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې دا څوم ځل دى، چې افغان ولس په خپل کور کې خپلو ديني او ملي ارزښتونو ته د سپکاوي شاهد دى، خو د ورځپاڼې په خبره دغه ځل بايد د دې پېښې ترڅنګ په غفلت او بې پروايۍ سره تېر نه شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.