کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت د مرکز اړوند اولخېلو سیمه کې پر ۲۳ جریبه ځمکه د لویو موټرو تمځای (تیرپارک) د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د میدانوردګو ولایت مقام له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تمځای جوړولو دغه پروژه پر ۲۳ جریبه ځمکه د پنځه میلیون افغانيو په لګښت پلې کېږي.
سرچینې ویلي، د یاد تمځای (تیرپارک) او احاطې ۸۶۸ متره دیوال جوړېدو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
سرچینه زیاتوي، د دې پروژې د پرانيستې مراسمو کې د میدانوردګو مرستیال والي مولوي سيدالرحمن حافظ وویل، د ياد تمځای جوړېدو موخه دا ده چې باروړونکي موټر په همدغه ځای کې ودرېږي او تخليه شي، څو په مرکز کابل کې د ډېرې ګڼېګوڼې مخه ونيول شي.
د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت استازي انجنیر محمدعاصم او د میدانوردګو ولایت د ترانسپورټ مسوول مولوي نیازمحمد مغفور هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې د دغه تمځای په جوړېدو به په مرکز کابل کې د ترافيکو ازدحام راکم شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن