جلال اباد (پژواک ٢٨ کب ٩٠): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي، چې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د نغلو د برېښنا له هغو پايو څخه، چې له يوه کال راهيسې نصب شوي،د سيمې اوسېدونکو لسګونه پايې زيانمنې کړې دي.
د ننګرهار د برېښنا رييس انجنير محب الرحمن مومند د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خلکو په ياده سيمه کې درې سوه او ديارلس ښيښه يي ګوټکونه (سليټري) په کاڼو ويشتلي او مات کړي يې دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو ښيښه يي ګوټکونو دننه د لوړ ظرفيت درلودونکي د برېښنا مزي تېر شوي، چې د برېښنا تېرېدو پر مهال نه پرېږدي فلزي پايو ته برېښنا ورشي.
انجنير محب الرحمن مومند وويل، په هره پايه کې، چې سلېټرونه مات شوي، اړتيا لېدل کېږي، دغه سلېټرونه د دويم ځل لپاره بيا ورته نصب شي.
د نوموړي په وينا، د لغمان ولسونه دي د دغې عامه شتمنۍ ساتنه وکړي.
مومند وايي، چې د نغلو د برېښنا ٥٢ پايې له درولو پاتې دي، چې ٢٢يې د سروبي ولسوالۍ په اوزبين سيمه کې او ٣٠ يې د لغمان په بادپښ کې دي، چې په وينا يې په دوو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې د جلال اباد ښار د برېښنا ښاري پروژه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده، چې د روښان مېنې، انګور باغ، غوچک، زېړانې، مجبور اباد او اومې ويالې کورنيو ته فرعي برېښنا مزي وغځول شي.
د لغمان د برېښنا امر انجنير اکرام عابد ومنله، چې د دغه ولايت د قرغيو او بادپښ په ځينو سيمو کې کليوالو ماشومانو د برېښنا پايو يو شمېر ښيښه يي ګوټکونه په ډبرو ويشتلي او مات کړي يې دي.
د هغه په وينا، د همدې ستونزې په اړه يې په ليکلي بڼه قومي شورا او د قرغيو ولسوال ته ليک لېږلى دى.
د ننګرهار د برېښنا رييس د کابل سروبي ولسوال او قوماندانۍ تورنه کړه، چې له دوى سره د پايو درولو پر مهال مرسته نه کوي، خو د دغې ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد حقبين د نوموړي دغه تورونه رد کړل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن