مزار شریف ( پژواک د وري لومړۍ ۹۱ ) : د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د غره د خويیدو له امله نهه کورونه ویجاړ شوي، خو ځاني زیانونه یې نه درلودل.
د کشنده ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال سید انورشاه د وري په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره شپه د ولسوالۍ دشیخ په غرییزه سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په سیمه کې له پرله پسې بارانونو وروسته ځمکه نم اخیستې وه او تیره شپه د شیخ په سیمه کې غره خويیدلې چې له امله یې نهه کورونه ویجاړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، خلک توانیدلي چې خپل خانونه او د کور سامانونه له خپلو کورونو اوباسي، ځکه دا پيښه ځاني زیانونه نه درلودل.
په مشرانو جرګه کې د بلخ ولایت استازی او د کشندې ولسوالۍ اوسیدونکی سناتور دانشو هم پيښه تایید کړه او ویې ویل چې د سیمې اوسیدونکو ته پنځه میلیونه افغانی زیان اوښتی دی.
نوموړي له دولت او نړیوالو مرستندویو موسسو وغوښتل چې د زیانمو شویو کورنیو سره مرسته وکړي، څو هغوی وکولی شي ځان لپاره سرپناه جوړه کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن