جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د نورستان والي وايي، چې په دغه ولايت کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د عملياتو پر مهال د درې طالب قوماندانانو په ګډون ١٩ وسلوال وژلي دي.
د نورستان والي محمدتميم نورستاني د وري په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د کامدېش ولسوالۍ په هشت راه سيمه کې خپل سرتېري له چورلکو ښکته کړل او د وسلوالو طالبانو سنګرونه يې په نښه کړل.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرې شپې په عملياتو کې درې طالب قوماندانان، ملا عباس، ملا نجيب الله او محمدرحيم له خپلو ١٦ وسلوالو سره وژل شوي دي.
د هغه په وينا، هشت راه يوه غرنۍ سيمه ده، چې د استوګنې له کليو څخه لرې پرته ده او هلته وسلوالو طالبانو خپلې درنې وسلې ځاى پر ځاى کړې دي.
د نورستان والي وويل: ((په سيمه کې اوس ((له غرمې وړاندې ١١ بجې) هم سخته جګړه روانه ده او ښايي تر مازديګره د زيانونو ارقام نور هم لوړ شي.))
د ده په خبره، په يادو عملياتو کې تر اوسه افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې او د افغان سرتېرو له خوا د سيمې د نيولو په اړه معلومات نشته.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چې په ياد سيمه کې سخته جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې ده، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په کامدېش ولسوالۍ کې ١٣٠ وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP