کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال د رسنيو په برخه کې د ملي امنيت د وياند د څو ورځو مخکې څرګندونې بېځايه او د هغه له واکه لوړې بولي، خو ملي امنيت ويلي چې د وياند خبرې يې تحريف شوې دي.
څلور ورځې وړاندې د ژورنالېستان د ملي اتحاديې چارواکو ويلي وو، چې د ملي امنيت د رياست وياند لطف الله مشعل د افغانستان ځينې رسنۍ له ګاونديو هېوادونو سره په تړاو تورنې کړې او ويلي دي، چې په دې اړه موثق اسناد هم لري.
د دې ټولنې د مشر عبدالحميد مبارز په وينا، د ملي امنيت رياست وياند په دې اړه د شمشاد، ژوندون، تمدن، نور، کابل نيوز او راه فردا خصوصي ټلويزيونونو نومونه اخيستي دي.
خو د ملي امنيت رياست ويلي، چې ځينې رسنيو دغه څرګندونې تحريف کړې دي.
د ملي امنيت رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دغه رياست مطبوعاتي دفتر يوې ناستې ته د ځينو رسنيو د سرغړونو په اړه لنډ معلومات ورکړي او په دغو سرغړونو کې په ځينو رسنيو کې د مجهول الهويه کسانو شتون او د رسنيو او اساسي قانون د مقرراتو خلاف خپرونې شاملې دي.
د ملي امنيت وياند د څرګندونو په اړه د اطلاعاتو او کولتور وزير د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته ور وباله خو پر ځاى يې نن د دغه وزارت د توريزم مرستيال غلام نبي فراهي ورغلى و.
غلام نبي فراهي په دې غونډه کې وويل، چې د ملي امنيت وياند بايد دغه شان څرګندونې نه واى کړې؛ ځکه چې د ده له صلاحيته لوړې دي او دنده يې نه ده.
د فراهي په وينا، تر هغه چې محکمې پرېکړه نه وې کړې د هېچا په برخه کې بايد دغه شان څرګندونې ونه شي.
هغه زياتوي: ((د ملي امنيت په دې اړه له رسنيو بښنه غوښتې، خو اوس د رسنيو کار دى، چې هغه بښي او دغه قضيه څېړي او که څنګه.))
خو ده وويل، چې په هېواد کې ځينې تصويري رسنۍ شته، چې د افغاني دودونو خلاف خپرونې لري.
دى وايي، چې د رسنيو د سرغړونو د څېړنو کمېسيون د رسنيو خپرونې څېړي او سرغړونکي څارنوالۍ ته معرفي کوي.
هغه د مشرانو جرګې غړو ته په خطاب کې وويل: ((که تاسو کومه خپرونه ګورئ، چې هغه د اسلام او يا هم زموږ د عنعناتو خلاف وي، موږ ته خبر راکړئ، چې په اړه يې لازم او قانوني اجراات وکړو.))
په مشرانو جرګه کې د پروان استازي مير حمدالله منيب وويل، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت بايد د ملي امنيت د وياند د وروستيو څرګندونو په اړه پوره څېړنه وکړي.
هغه وايي، چې د ملي امنيت وياند بايد د خپلو څرګندونو په اړه موثق اسناد وړاندې کړي.
په ياده جرګه کې د تخار استازى مولوي عبدالوهاب عرفان هم وايي، چې د ملي امنيت وياند بايد له اسنادو پرته دغه شان څرګندونې نه واى کړې.
ده زياته کړه: ((د افغانستان حالات له ګاونډيو هېوادنو سره ډېر زيات نازک دي، بايد په دغه شان څرګندونو کې له احتياطه کار واخيستل شي.))
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د ملي امنيت رياست د وياند د څرګندونو په اړه څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه چې د افغانستان رسنيو په تېرو څو کلونو کې د حقايقو د خپرولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، چې د ستايلو وړ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د ٥٠ په شاوخوا کې ټلويزيونونه، لسګونه راډيوګانې او په سلګونو چاپي رسنۍ په هېواد کې فعاليت لري، چې ځينې يې د بهرنيو سرچينو له خوا تمويلېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP