ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
1 May 2012 - 12:03
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
1 May 2012 - 12:03

  کابل ښار  (پژواک ١٢ غويى،٩١):  که څه هم  وسله والو طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره  په پاکستان کې د کويټې د شورا دپخواني مرستيال مولوى اسماعيل او دهغه د ٢٥ تنو ملګرو وژل کېدل رد کړي دي،

خوبيا هم  د کابل چاپ  اکثره ننيو ورځپاڼو  خپلې سرمقالې   همدې موضوع   ته ځانګړې کړې دي،  خو يو شمېر نورو ورځپاڼو بيا په مشرانو جرګه کې  دکورنيو چارو د وزير هغه څرګندونې  څېړلې  چې له طالبانو سره يې د جګړې د دوام په اړه کړې  دي ،همدارنګه د اسامه بن لادن له کور څخه د ترلاسه شويو اسنادو له مخې د طالبانو او القاعده اړيکې او دکارګرو نړيواله ورځ هم د ځينو ورځپاڼو له خوا تر بحث لاندې راغلي دي.

د ارادې  ورځپاڼه  د پاکستان د استخباراتو  له خوا د مولوي اسماعيل په مشرۍ د ٢٥ تنو طالبانو د وژل کېدو  پر موضوع د بحث په ترڅ کې پدې اند ده چې تر څو د آى اېس آى توطئې او لښکر کشۍ دوام  ولري ، نو داسې نه ښکاري چې افغانستان به د آرامتيا ورځ وګوري.

اراده ورځپاڼه همدا رنګه ليکي چې پاکستان حتا له پخواني شوروي سره د جهاد په موده کې  هم هغه افغان شخصيتونه او قوماندانان چې د ورځپاڼې په خبره ، د افغانستان په چارو کې يې پاکستاني مديريت ته ارزښت نه ورکولو، ترور کول.

دغه ورځپاڼه همدا رنګه پدې باور ده چې زمونږ خپلې ګډوډۍ او بې نظمۍ د پاکستان لشکر کشيو او افغان وژنې ته زمينه برابره کړې ده.

د محور  ورځپاڼۀ هم په خپله نننۍ سرمقاله کې په  پاکستان کې  د مولوى اسماعيل او دهغه د ٢٥ تنو ملګرو  نيول کېدل او وروسته بيا وژل کېدل څېړي  او پدې باور ده چې  آى اېس آى نه غواړي  د افغانستان شخړه  په دومره آسانۍ حل شي.

  محور ورځپاڼه ليکي چې  آى اېس آى  د بېلابېلو لاملونو له امله، د طالبانوپر سابقه دارو افرادو خپل باور له لاسه ورکړى  او هغوى په بېلابېلوډولونو او په بېلابېلو ځايونو کې  وژني.

 د ملي باور ورځپاڼه هم پر همدې موضوع د بحث په ترڅ کې  پاکستان د افغانستان په اړه په دوه مخيزه  سياست تورنوي  او پدې نظر ده چې پاکستان له افغاني طالبانو څخه  ددوه موخو لپاره کار اخلي، لومړى په  افغانستان کې د هند دنفوذ مخنيوى او دويم په ديپلوماټيک ډګر کې  دپاکستان د رول لوړول.

 دغه ورځپاڼه  د افغانستان په اړه د پاکستان د کړنو په څېړلو سره ليکي چې بايد  له ترهګرۍ سره نړيواله مبارزه ، د افغانستان پرځاى  دپاکستان په خاروه کې پر مخ  يووړل شي.

 دسرنوشت او خدمتګار دواړه ورځپاڼې بيا نن  په پاکستان کې د اسامه بن لادن له کور څخه د ترلاسه کېدو موضوع ته اشاره لري چې د نويو رپوټونو له مخې پکې د القاعده او افغاني طالبانو تر مينځ د ټېنګو اړيکو څخه پرده پورته شوې ده.

 د سرنوشت ورځپاڼه د القاعدې سازمان او اسامه بن لادن يو شمېر کړنې څېړي او پدې نظر ده چې امريکا پر خپلو دوستانو سربېره کله ناکله د خپلو دښمنانو له کړنو څخه هم ګټه پورته کوي او  ليکي چې  داسامه کيسه له امريکا سره نه ختمېږي او د ورځپاڼې په خبره  د اسامه له کور څخه د ترلاسه شويو اسنادو په نامه هر ځل داسې څه خپرېږي چې  دامريکا له هدفونو سره مرسته کوي او دا لړۍ به ترهغه روانه وي چې  امريکا پرې خلک غولولاى شي.

دسرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال پدې اند دى چې  د اسامه له کور څخه د ترلاسه شويو اسنادو  په اړه امريکا له تناقض او دوه ګوني توب څخه ډک راپورونه خپروي او پدې اند دى چې امريکا به  له اړتيا سره سم به  دا اسناد نور هم زيات شي. 

د خدمتګار ورځپاڼې هم همدا موضوع څېړلې او  د د ترهګرۍ درې ګونى مثلث تر سرليک  لاندې  د اسامه بن لادن له کور څخه په ترلاسه شويو اسنادو له مخې د اسامه، ملامحمدعمر او ايمن الظواهرې  د اړيکو پر سر د بحث په ترڅ کې  پدې اند ده چې د امريکا دپټونې سره سره د دې اسنادو تر څېړنې وروسته د پاكستان د استخباراتي ادارې او القاعدې ترمنځ د اړيكو په اړه هم هيڅ شكونه نه پاتې كيږي.

 د ماندګار ، ملي آرمان اوچراغ ورځپاڼو بيا  په مشرانو جرګه کې  د کورنيو چارو د وزير جنرال بسم الله محمدي هغه څرګندونو ته ګوته نيولې چې د هغې په ترڅ کې يې له   طالبانو سره   پر وسله واله مبارزه ټېنګار کړى و.

 ماندګار ورځپاڼه له طالبانو سره د سولې پروسه يوه پرله پسې افسانه ګڼي او پدې اند ده چې دغه سياست ددې سبب شوى تر څو  د ورځپاڼې په خبره  دامنيتي ځواکونو په ځواک کې  غټ پرېکوڼ راشي او پدې اړه د سرتېرو روحيه           ضعيفه شي.

 ماندګار ورځپاڼه د  کورنيو چارو د وزير څرګندونو ته په اشارې سره پدې اند ده چې اوس د افغانستان خلک،  د حکومتي چارواکيو يوه لويه سلنه او داپوزيسيون جريان دې  ګډې پايلې ته رسېدلې دي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې هلې ځلې   بن بست ته رسېدلې دي او تر اوسه يې د امنيتي ځواکونو د تضعيف  او د هېواد د روښانه سياسي فضا تر ګډوډولو پرته بله کومه لاس ته راوړنه نده  درلودلې.

 دغه ورځپاڼه همدا رنګه ليکي چې د هېواد دکورنيو چارو د وزير وروستۍ څرګندونې ، يو څرګند پيغام درلود او هغه داچې  له طالبانو سره له يوې  ثابت دريځ څخه خبره وشي او په هېواد کې  د روانې استخباراتي جګړې سره بايد مقابله وکړو.

 دچراغ ورځپاڼه هم  د سنا په مجلس کې د کورنيو چارو د وزير څرګندونې  را اخيستي دي اوپداسې حال کې  چې د سولې له پروسې سره د طالبانو د دلچسپۍ د نه شتون په اړه د هغه څرګندونې ، دهغه څه په نسبت چې  ورځپاڼه ورته  د نورو دولتي چارواکيو خيال بافي وايې، واقعيت ته نژدي ګڼي  پدې اند هم ده چې  کاشکي  نوموړى   پر دغه خبره تر دې وړاندې پوهېداى يا که پوهېداى  اقرار يې کړى واى. 

 دغه ورځپاڼه همدا رنګه  له سولې سره د طالبانو د نه دلچسپۍ لاملونه څېړې او پدې اند ده چې  طالبان دې ته راضي ندي چې ددې ورځپاڼې په خپره هېڅ په هېڅه  د نشه يې توکيو  په  اويا ميليارډ ډالرو کې له  خپلې برخې لاس په سر شي.

 د ملي آرمان ورځپاڼې هم د کورنيو چارو  د وزير څرګندونې را اخيستې دي او پدې اند ده چې د دولت ددې لوړ پوړه چارواکي څرګندونې  ښکاروي چې د ځينو چارواکيو د نظر پر خلاف ، وضعيت په هېواد کې عادي ندى.

 ملي آرمان ورځپاڼه پدې اند هم ده چې  دکورنيو چارو وزي  بسم الله محمدي دطالبانو په اړه خپله پخوانۍ لهجه وکاروله او  دهغوى  پروړاندې يې د جګړې پر دوام  ټېنګار کړى دى.

 د هشت صبح ورځپاڼه خپله ننۍ سرمقاله  د کارګر  د نړيواله ورځې نمانځنې ته ځانګړې کړې ده او ليکي چې  په ټوله نړۍ کې د کارګري اتحاديو هلې ځلې  دکارګرانو له حقونو څخه دفاع او د هغوى د ژوند ښه کېدو ته ځانګړې شوې وي، خو  مونږ په خپل هېواد کې  فعالې کارګري اتحاديې نه لرو او د ورځپاڼې په خبره  په هېواد کې هېڅ مرجع نشته چې  د کارګرانو له مشروع حقونو څخه دفاع وکړي.

 همدارنګه انيس دولتي ورځپاڼې هم نن خپله سرمقاله د کارګر نړيواله ورځې ته ځانګړې کړې ده او په همدې مناسبت يې دهېواد دکارګرانو د ژوند ښه کېدو ته دلا زياتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.