ښرنه (پژواک ١٣ غويى ٩١): د پکتيکا د مرکز اړوند سيمې خلک وايي، چې وسلوالو طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور د دوى کلي ته څېرمه يو ١٧ کلن ځوان وژلى او بل يې ټپي کړى دى.
د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې اړوند د کڼاوخېلو کلي يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبرې اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د وسلوالو طالبانو يوې ډلې يو ځوان د دوى کلي ته څېرمه په ډزو سره وواژه او يو بل يې په پښه باندې ټپي کړ.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوى کس د کڼاوخېلو د کلي اوسېدونکى و او وسلوالو طالبانو له پوليسو سره د کار کولو په تور وواژه.
د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو تر دې مخکې هم ياد کس له پوليسو سره د دندې په تور په مرګ ګواښلى او د هېواد د پرېښودو يې ورته ويلي وو.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالله شاه ظريفي، په ياده سيمه کې د يوه ځوان د وژل کېدو او د يوه بل د ټپي کېدو د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې يادو کسانو د دولت له هېڅ يوه ارګان سره کومه دنده نه درلوده اوغريبکاره خلک وو.
د وژل شوي کس پلار بدک چې په ښرنه کې د سبزي پلورلو دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، چې زوى يې هېڅ ډول دولتي دنده نه درلوده او ورځنۍ مزدوري يې کوله .
په سيمه کې د وسلوالو طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان شهاب الدين اتل د پېښې مسووليت په غاړه واخيست او زياته يې کړه، چې دغه کس ته يې تردې وړاندې هم څو ځلې د دندې او سيمې د پرېښودو ويلي وو.
ياده دې وي چې په روان ۱۳۹۱ لمريز کال کې دغه لومړنى کس دى، چې د وسلوالو طالبانو له لوري له دولت سره د همکارۍ په تور وژل کېږي.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت د پوهنې رييس عطامحمد قانع او د سرروضې ولسوال رازمحمد مخلص د وسلوالو طالبانو له بريده روغ ووتل.
دغه بريد تېره ورځ ماښام د سرروضې د مارزکو په سيمه کې هغه مهال وشو، چې د پوهنې رييس او د سروضې ولسوال د ښوونځيو له کتنې وروسته د مرکز ښرنې په لور روان وو.
د پکتيکا د امنيت امر پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ د پوهنې له رييس سره يوځاى د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د ډزو شوې، چې دولتي ځواکونوته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
د يادې سيمې وسلوال طالبان په دغې پېښه کې د خپل يوه ملګري د ټپي کېدو د منلو ترڅنګ وايي، چې په بريد کې يې پنځو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن