ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
14 May 2012 - 15:03
دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
14 May 2012 - 15:03

کابل (پژواک ٢٥ ثور ٩١): د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ١٨ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي، خو طالبان بيا کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د غويي ٢٥مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې دغه مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل، بدخشان، هلمند، زابل، ميدان وردګو، غزني، خوست، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې وژل شوي دي.

سرچينه وايي، چې په دغو ولايتونو کې د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ګڼ عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال مخالفين ټپيان او ١١ نور نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په عملياتو کې ١٢ ميله ډول ډول وسله، ١٠ راکټونه او پيکاوې، ١٣ درنې وسلې، څه باندې زر سپکې مرمۍ، ٧٥ لاسي بمونه او ماينونه، ٣٨ کيلوګرامه نشه يي توکي او يو موټرسايکل د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د سرچينې په وينا، ملي پوليسو ٣٠٠ کيلوګرامه امونيم نايټرېت سره، د راکټ او هاوان ١١ مرمۍ او ٢٩١ ميله ډول ډول وسله، چې د طالبانو له خوا په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پر ځاى شوې وې، هم کشف او ترلاسه کړي او د عاملينو د نيولو په موخه پلټنې راوانې دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى کسانو ته دومره مرګ ژوبله نه ده اوښتې، څومره چې د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي او زياتوي، چې په دغو عملياتو کې يواځې پنځه طالبان وژل شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې دوى په يادو ولايتونو او ځينو نورو ولايتونو کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې لسګونه بريدونه ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې زيات شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينه زياتوي، چې دغه عمليات د الفاروق عملياتو په لړ کې ترسره شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې وروستيو کې د الفاروق عمليات پر لاره اچولي او ويلي يې دي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې به له بهرنيو سرتېرو سربېره، لوړ پوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو منسوبين، د سولې د عالي شورا غړي او ټول هغه کسان، چې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي، په نښه کړي.

خو امنيتي چارواکو دا يو تبليغاتي جنګ بللى او وايي، چې د هېواد ملي ځواکونه د هر ډول بريدونو دفاع او شنډولو ته چمتو دي. 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.