کابل ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو په شيکاګو کې د يوې ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه د فرانسې د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ جاري ساتي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې پژواک اژانس ته را رسېدلې راغلي دي، چې ولسمشر حامدکرزي او د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند نن د امريکا د شيکاګو په ښار کې د ناټو سرمشريزې په څنډه کې سره وکتل او خبرې يې وکړې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان او فرانسې ترمنځ پر تاريخي اړيکو په تېره بيا د ١٧ کاله وړاندې د دواړو هېوادونو پر اړيکو (هغه وخت چې په فرانسه کې سوسياليست ګوند، چې اوسنى ولسمشر هم له سوسياليست ګوند څخه دى) خبرې اترې وشوې.
ولسمشر کرزي په دې ليدنه کې له فرانسې، چې مرستې او همکارۍ يې کړې مننه وکړه او له افغانستان څخه يې د فرانسوي ځواکونو د وتلو په اړه وويل، چې افغان حکومت په دې اړه د فرانسې حکومت د پرېکړو درناوى کوي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد ولسمشر د بيارغونې، روغتيا، لوړو زده کړو، پوهنې او اقتصاد په برخه کې د فرانسې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
فرانسې دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې خپل پوځيان به د روان زېږديز کال تر پايه پورې له افغانستان څخه وباسي.
اوس مهال د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د فرانسې څلور زره پوځيان د کابل په سروبي ولسوالۍ او د کاپيسا په ولايت کې فعاليت لري.
د يادونې ده، چې د تېر لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ شل کلن هوکړه ليک لاسليک شو.
د دغه هوکړه ليک له مخې، فرانسه د امنيت او دفاع، کرنې، د کليو پراختيا، روغتيا، پوهنې او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې، ښې حکومتدارۍ، د سوداګرۍ او بنسټيزو جوړښتونو په برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري کوي.