کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير وايي، په پام کې ده چې په هېواد کې د نفتي توکو د منظمې عرضې او د دغو توکو د بيو ټاکلو په موخه کاري کمېټه جوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، په پام کې ده چې په دې کمېټه کې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او خصوصي سکټور د استازو ترڅنګ د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړي شامل وي.
هغه زياته کړه: “موږ د سوداګرو د زيان غوښتونکي نه يو، دا هرڅه چې کوو دا په هېواد کې د نفتي توکو د منظمې او غوره عرضې د رامنځته کولو په موخه کوو.”
احدي وويل، چې دغه کمېټه به په نړيوال بازار کې د نفتي توکو بيو او په افغانستان کې د يادو توکو د اړتيا کچې ته په پام سره بيې ټاکي.
د ده د څرګندونو له مخې، د افغانستان په اساسي قانون کې د بازار اقتصاد د هېواد د اقتصادي نظام په توګه منل شوى، چې بيې په کې د ازادو سياليو له لارې ټاکل کېږي، خو د اړتيا پر مهال حکومت د عامه ګټو لپاره د دې حق لري چې په بازار کې مداخله وکړي.
احدي وايي، د افغانستان قوانينو ته په پام سره حکومت کولاى شي چې په بازار کې مداخله وکړي؛ هغه کې د ونډې اخيستو له لارې وي او يا هم د بيو د کنټرول له لارې وي.
د افغانستان د اساسي قانون د لسمې مادې له مخې دولت خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ د قانون له حكمونو سره سم هـڅوي، ملاتړ يې كوي او مصـونيت يې تضمينوي.
دغه راز د دغه قانون په يوولسمه ماده کې راغلي، چې په كورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پورې تړلې چارې د هېواد له اقتصادي غوښتنو او د خلكو له ګټو سره سمې د قانون له لارې تنظيمېږي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد مسعود هم په هېواد کې د نفتي توکو لپاره د بيو ټاکلو لپاره د دې ډول کمېټې شتون يوه اړتيا بولي.
هغه زياته کړه: “لکه څنګه چې د بازار اقتصادي نظام په بازار کې د حکومت مداخله نه ردوي، د دې ډول کمېټې شتون اړين دى او مثبتې پايلې به ولري.”
هغه وويل، چې د بازار په اقتصادي نظام کې د رقابت د تنظيم په موخه ملګري ملتونه يو نړيوال کنوانسيون لري، خو افغانستان يې تر اوسه غړيتوب نه دى ترلاسه کړى.
مسعود وايي، چې د ياد شوي کنوانسيون له مخې بايد د دا ډول کمېټې غړي بې طرفه او مسلکي متخصصين وي.
د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکې کمېټه به تر ډېره دولتي بڼه ولري.
ديادونې ده، چې په تېرو کلونو کې څو ځلې د نفتي توکو بيې په نړيوالو بازار کې د دغو بيو په پرتله ډېرې لوړې شوې دي.
د پژواک خبري اژانس د خپرو شوو خبرونو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې په هېواد کې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه شاوخوا ١٠٠ افغانيو او د يو لېتر تېلو بيې تر ٧٠ افغانيو لوړې شوې.
دا مهال په کابل ښار کې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه شاوخوا ٤٠ افغانۍ، د يو لېتر ډېزلو بيه ٦٣ افغانۍ او د پټرولو په ٦٥ افغانۍ ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP