کابل(پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): نن سهار د افغانستان مرکزي، شمالي ، شمال ختيځ او شمال لوېديځ ولايتونه د زلزلې دوو ټکانونو و لړزول ،خو تر اوسه له دې امله د اوښتو احتمالي زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.
د افغانستان د کانونو وزارت اړوند د کانونو د جيولوجي او سروې رياست د محيطي جيولوجي څانګې مشر انجنير طاهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زلزلې لومړى ټکان د ريکتر په کچه ٥،٤ درجې او دويم ټکان يې ٥،٦ درجې ثبت شوى دى .
دده په وينا، د امريکا متحده ايالتونو د سروې او جيولوجي ادارې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ، د لومړنۍ زلزلې ژورتيا ١٠،٦ کيلومتره او د دويمې ٦،٨ کيلومټره ثبت شوې ده.
انجنير طاهر وايي،چې ددې زلزلې مرکز د بدخشان د مرکز فيض اباد جنوب لوېديځ ته په ١٦٤ کيلومټرۍ کې د هندوکش غرونه پېژندل شوي دي .
د زلزلې لومړى ټکان له غرمې مخکې په نهو بجو او ٣٢ دقيقو او دويم ټکان يې په نهو بجو او ٥٩ دقيقو رامنځته شو ، چې ځينې خلک يې له خونو څخه بيرون را وتلو ته اړ کړل .
تراوسه ددې زلزلې د ټکانونو له امله د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى .
انجنير طاهر هم وايي : (( زه فکر نه کوم چې څه زيانونه به يې رامنځته کړي وي .))