منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې د تندر لوېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۷ کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل چې دغه پېښه بیګا شپه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار کې توپاني او سخت ورښتونه شوي دي.

د یادونې ده، پرون هم د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د تېز باد له امله پر یوې اته کلنې نجلۍ سولري تخته رالوېدلې وه چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی و.