کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): کندهار کې امنيتي مسوولين وایي چې په دغه ولایت کې يوه ځوان د ارغنداب سيند اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ۲۰۵ البدر قولاردو ویاند مولوي نذیر شکیب پژواک ته وویل، یاد ځوان د هلمند د موسیکلا ولسوالۍ اوسېدونکی و او کندهار ته د دوستانو کره راغلی و.
هغه زیاتوي چې دغه ځوان تېره ورځ د باغپل سیمه کې د ارغنداب سيند اوبو کې ډوب شوی و او مړی يې نن د دې قلاردو د ځواکونو له خوا را وایستل شو.
د نوموړي په خبره، هر کال ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان په سیندونو، بندونو او نورو اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال د بېاحتیاطۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.
شکیب له خلکو وغوښتل چې خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د ژورو او تیزو اوبو د خطرونو په اړه جدي لارښوونه وکړي څو له ورته پېښو مخنيوی وشي.