ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورستان کې د اردو نوې لوا ځاى پر ځاى کېږي

په نورستان کې د اردو نوې لوا ځاى پر ځاى کېږي

author avatar
18 Jun 2012 - 15:57
په نورستان کې د اردو نوې لوا ځاى پر ځاى کېږي
author avatar
18 Jun 2012 - 15:57

جلال اباد (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان وايي، دوى په خپل تشکيل کې څلورمه لوا زياته کړې، چې ډېر ژر به په نورستان کې د امنيت ټينګولو په موخه ځاى پر ځاى شي.

دغه څرګندونې په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري نن (د غبرګولي ٢٩مه) په خپلې قوماندانۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې دوى د امنيت د لېږد په درېيم پړاو کې چې تېره مياشت اعلان شوى، د شپږو ولايتونو په ٢٥ ولسواليو او اداري واحدونو کې د امنيت د چارو ترلاسه کولو ته بشپړ چمتووالى لري.

وزيري وويل: ((موږ بشپړ امکانات او امادګي لرو، چې د ايساف له وتلو څخه وروسته د خپلو سيمو امنيت پر خپله وساتو.))

د هغه په وينا، ځواکونه يې اوس په درنو او مجهزو وسلو سمبال دي، سرتېري توپچي، هاوان او زغروال وسايل لري.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان دغه راز وويل، چې ډېر ژر به د پراخو عملياتو په ترسره کولو سره د نورستان د وايګل ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو له ولکې څخه ازاده کړي.

دغه ولسوالۍ له تېر کال راهيسې د وسلوالو مخالفينو په ولکه کې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د قول اردو په تشکيل کې يې څلورمه لوا زياته شوې، سرتېري يې تر روزنې لاندې دي او په نورستان ولايت کې به ځاى پر ځاى شي.

د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د نورستان چارواکو له ملي دفاع وزارت څخه دغه غوښتنه کوله.

جنرال وزيري دغه راز وويل، چې د ننګرهار په خوګياڼو، شېرزاد او شينوارو ولسواليو کې يو لړ امنيتي ګواښونه شتون لري چې دوى غواړي له منځه يې يوسي.

نوموړي زياته کړه، چې د کاپيسا په اله ساى او د پروان په غوربند ولسواليو کې يې د مخالفينو د له منځه وړلو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د هغه په وينا، که ولس وسلوالو ته پناه ځاى او ډوډۍ ور نه کړي، نه شي کولاى له دولتي سرتېرو سره وجنګيږي.

محمدزمان وزيري وويل، چې د واک د لېږد له پيله راهيسې په سيمه کې ټول عمليات د اردو کومانډو ځواکونه کوي او ايساف له خوا يوازې هوايي مرسته ورسره وي.

نوموړي زياته کړه، چې د واک د لېږد د دويم پړاو تر بشپړېدو وروسته يې ځواکونو په اوو ولايتونو کې شپږ نوي جنګي او چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ٣٣٠ مخالفين وژل شوي، ١٣١ نور ټپي دي او ١٥٢ يې ژوندي نيولي دي.

وزيري وويل، چې په اتو ولسواليو کې يې له امنيتي ارګانونو سره په ګډه د کوکنارو اړونې شپاړس عملياته ترسره کړي دي.

نوموړي خبر ورکړ، چې د ولسي جرګې د استازو او نورستاني چارواکو په غوښتنه د ولسمشر کرزي په منظورۍ ورته د څلورمې لوا تشکيل ورکړل شوى، چې اوس مهال يې سرتېري او منصوبين تر روزنې لاندې دي.

د قول اردو قوماندان وويل، په ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې کله نا کله له پولې د وسلوالو د را اوښتو پر مهال سرخوږى جوړېږي، چې دوى د دغسې حالاتو لپاره بشپړ تدابير نيولي دي.

په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو پخواني قوماندان او پوځي کارپوه جنرال امين الله امرخېل پژواک ته وويل، چې د ختيځو ولايتونو جغرافيوي موقعيت ډېر پېچلى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې لسګونه قاچاقي لارې له پاکستان سره پرانيستې دي، ازاد قاچاق پرې کېږي، د ايساف له هوايي مرستې پرته افغان ځواکونه نه شي کولى بريا ترلاسه کړي.

د امرخېل په وينا، ايساف چې د نړۍ پرمختللي جنګي وسايل لري، يو کال وړاندې له نورستانه په تېښته راوتلى وو.

د ده په وينا، د ملي دفاع وزارت الوتکې دا وړتيا نه لري، چې دوامداره خپل ځواکونه اکمال کړي.

نوموړي وويل، د لېږد درېيم پړاو به نه يواځې دا چې په نورستان او کونړ کې ناکام وي، د مخالفنيو د ولکې سيمه به پراخه او د ايساف په وتلو به ځينې ولسوالۍ سقوط هم وکړي.

نوموړي وويل، له درېيو مياشتو راهيسې پاکستان د کونړ او نورستان ځينې سيمې تر توپچي ډزو لاندې نيولې، دومره جرئت په چا کې نشته چې د مخامخ ځواب پر ځاى د رسنيو له لارې غږ پورته کړي، نو څنګه به وکړاى شي چې د ناټو له شتون پرته د هېواد حريم وساتي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.