کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې وسلوالو يوه ښځه دولت ته د جاسوسۍ په تور تښتولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو دغه ښځه د سيداباد ولسوالۍ له بر جنګ جاى کلي څخه تښتولې وه.
هغه زياته کړه، چې دا ښځه يې بيا پر موټرسايکل د بېلابېلو کليو له لارې چک ولسوالۍ ته رسولې وه.
شاهد وايي، چې د قومي مشرانو او سپين ږيرو په هلو ځلو دا ښځه نن خوشې شوې ده.
د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ښځه دوه اونۍ مخکې وسلوالو مخالفينو تښتولې وه، خو په دې نه دى خبر، چې وژلې يې ده او که يې خوشې کړې.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو دا ښځه د جاسوسۍ په تور تښتولې وه.
سرچينې زياته کړه، دا چې دا ښځه اوس اميدواره ده او د ولادت ورځې يې نږدې دي، نو طالبانو په ضمانت خوشې کړې او له ولادت وروسته به يې بېرته نيسي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP