ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله  شپږ تنه مړه شول

سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله شپږ تنه مړه شول

author avatar
7 Sep 2012 - 16:15
سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله  شپږ تنه مړه شول
author avatar
7 Sep 2012 - 16:15

اسعد اباد(پژواک ١٧وږى ٩١): د کونړ ولايت د خاص کونړ په ولسوالۍ کې سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله  شپږ تنه مړه شوي او يوه ماشومه ورکه ده .

دکونړ د امنيه قوماندانۍ وياند دويم څارن شېرولي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د کونړ – جلال اباد پر لويه لار د خاص کونړ د سپين جومات په سيمه کې   تېره ورځ ناوخته رامنځته شوه .

 دده د معلوماتو له مخې،په دې پېښه کې يوه ښځه ټپي شوې او د ننګرهار  مرکز جلال اباد ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده .

د سرچينې د معلوماتو له مخې،ياد شوي ټول کسان پرته له موټر چلوونکي د يوې کورنۍ غړي دي .

د خاص کونړ ولسوال محمد رحمان وايي، چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده .

ديادولو ده ، په ياده سيمه کې تېر کال د يوه قومي مشر جمدرخان موټر هم سيند ته لوېدلى و ، چې مړى يې بيا دوه مياشتې وروسته پيدا شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.