ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

author avatar
18 Sep 2012 - 16:42
د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې
author avatar
18 Sep 2012 - 16:42

کابل ښار (پژواک ٢٨ وږى ٩١): د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې او د واليبال څلور دېرشمه نړيواله کنګره په امريکا کې ترسره شوه.
دغه سيالۍ د هېواد له اتو زونونو څخه د فوټبال د اتو ازادو کلپونو په ګډون نن په غازي ستيديوم کې پيل شوې او نږدې يوه مياشت به دوام وکړي.
د المپيک د ملي کميټې د نشراتو رئيس محمد عارف پيمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ليګ د پرانيستې مراسم نن درې نيمې بجې پيل شول، چې له هغه وروسته به له جدول سره سم دوه لوبډلې په خپلو کې سيالي وکړي.
دى واي، چې د ” ميوند ا تلان” لوبډله، چې په هغې کې د کندهار ، هلمند، زابل، نيمروز او ارزګان لوبغاړي شامل او د کابل ” شاهين اسمايي” لوبډلې سره سيالي کوي.
پيمان ددې سياليو د ترسره کولو موخه د ملي ټيم د غړيتوب لپاره د نويو څېرو معرفي کول وبلل او زياته يې کړه چې دا ډول سيالۍ هر کال ترسره کېږي.
د غوره ليګ عالي کمېشنر شفيع ګوهري وويل، چې په لومړي پړاو کې اته لوبډلې د پچې له مخې په دوه ډلو ” الف” او “ب” وېشل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ميوند اتلانو لوبډله او شاهين اسمايي له کابل څخه ، د اباسين څپې له سوېل ختيځ څخه او د سپين غر بازان له ختيځ حوزې څخه په ” الف” ګروپ کې او د توفان هريرود له لوېديځې حوزې ، سيمرغ البرز له شمالي حوزې، عقابان هندوکش له مرکزي حوزې او موج هاى آمو له شمال ختيځې حوزې څخه په “ب” ګروپ کې شاملې دي.
د سرچينې په وينا، د سياليو لومړى پړاو ګروپي دى او په هر ګروپ کې شاملې لوبډلې په خپلو کې سيالي کوي. د ګروپي سياليو په ترڅ کې به څلور لوبډلې ګټونکې شي، چې دوهم پړاو ته به لاره پيدا کړي.
په دوهم پړاو کې دغه څلور لوبډلې په خپلو کې سيالي کوي، چې له دې پړاو څخه دوه ګټونکې لوبډلې د ليګ وروستي پړاو ته لاره پيدا کوي. دغه دوه ټيمونه د ليګ وروستۍ سيالي ترسره کوي او ددې پړاو ګټونکى ټيم د ليګ د اتلولۍ جام ترلاسه کوي.
ديوه بل خبر له مخې، نن د واليبال څلوردېرشمه نړيواله کنګره په امريکا کې ترسره کېږي.
د ښځو د واليبال فدراسيون دکميټې د نشراتو مسؤولې مستوره ارزو ددې کنګرې د پر لاره اچولو موخه دواليبال فدراسيونونو د رئيسانو د کاري راپور توضيح او په نړيواله کچه ددې لوبې د پراختيا لپاره د هېوادونو د مرستې جلبول وبلل او ويې ويل، چې دغه سيالۍ هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي او د فدارسيون د رئيس کاري دوره څلور کاله ده.
د ارزو په وينا، په دې کنګره کې د افغانستان په استازيتوب د واليبال فدارسيون رئيس محمد يونس پوپلزي او د المپيک د ملي کميټې د واليبال فدراسيون سکرتر جنرال ګډون کړى دى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.