ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حق او عدالت ګوند: پاکستان سره بايد کلونه وړاندې ستراتيژيک تړون شوى واى

د حق او عدالت ګوند: پاکستان سره بايد کلونه وړاندې ستراتيژيک تړون شوى واى

author avatar
30 Sep 2012 - 14:46
د حق او عدالت ګوند: پاکستان سره بايد کلونه وړاندې ستراتيژيک تړون شوى واى
author avatar
30 Sep 2012 - 14:46

کابل(پژواک،٩تله٩١): د حق اوعدالت ګوند وايي،چې حکومت بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د کېدونکي تړون اساسي کرښې له ګوندونو، ملي شورا او مدني ټولنې سره په مشوره وټاکي.

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو تېره اونۍ په نيوريارک کې پتيلې، چې د راتلونکي ميلادي کال تر پايه به د ياد شوي تړون مسوده نهايي کړي.

د حق او عدالت ګوند وياند او ددې ګوند د مشرتابه پلاوي غړي حميدالله فاروقي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل ،چې د ستراتيژيکو همکاريو دغه  تړون بايد کلونه د مخه لاسليک شوى واى.

د فاروقي  په وينا، د پاکستان او افغانستان تر منځ د همکاريو تړون کولاى  شي، چې په سرحدي سيمو کې د دواړو هېوادونو ګټې او د خلکو د ژوند هوساينه تضمين کړي.

 دده په خبره، ليکل شوې ژمنه کولى شي، چې له تروريزم سره په مبارزه، د امنيتي  او ترانزيټي ستونزو له حل او په داوړو هېوادونو کې له ثبات سره مرسته وکړي.

خو فاروقي وايي، چې ددې تړون اهميت ته په کتو بايد  حکومت  له پاکستان سره  تر هرڅه د مخه په دې برخه کې له ملي شورا، سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې له استازيو سره د مشورې له لارې، د تړون  اساسي کرښې روښانه کړي.

د ولسي جرګې يوشمېر غړيو هم تېره ورځ وويل ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه بايد تر لاسليک مخکې له ملي شورا سره سلا وشي ، ځکه چې په دې تړون کې ډېر احتياط په کار دى.

فاروقي وايي، چې ياد شوى ګوند د دولتونو او ملتونو ترمنځ د دوستانه او سوله ييزو اړيکو د رامنځته کېدو ملاتړى دى .

ده د ياد شوي تړون په اړه زياته کړه : ” زموږ هدف دا دى چې د تړون په نفس کې موږ ځانګړى نظر نه لرو او دا يو سم کار ګڼو، خو  هيله من يو، چې ددې تړون  منځپانګه پر ملي ګټو ولاړه وي او د افغانستان حکومت يې له ملت سره شريکه کړي.”

نوموړى وايي، که داسې وشي نو باور لري ، چې له پاکستان سره ستراتيژيک تړون به د افغانستان د قضيې په تړاو د پاکستان  راتلونکې کړنې او په ځانګړې توګه، له تروريزم سره مبارزه او د پولې پورې غاړې د وسلوالو د مرکزونو له منځه وړل الزامي کړي.

هغه همداراز په تړون کې د دواړو خواوو د ګټو په نظر کې نيول هم هغه څه ياد کړل، چې د تړون پلي کېدل  تضمينولى شي، خو ده ونه ويل چې يادې ګټې کومې دي.

د حق او عدالت ګوند همداراز د افغانستان پر خاورې د پاکستان بريدونه وغندل او د افغانستان له حکومت څخه يې وغوښتل ، چې دا موضوع د پاکستان، ناټو او افغانستان په درې اړخيزه ناسته کې رابرسېره کړي.

فاروقي وويل، چې د افغانستان حکومت بايد ددې بريدونو د مخنيوي لپاره له پاکستان څخه ليکلې ژمنه واخلي.

ده همداراز له ناټو ځواکونو او په ځانګړې توګه له متحده ايالتونو،چې له افغانستان سره د ستراتيژيکو هماريو  تړون لري  وغوښتل ، چې د هغو سيمو په پېژندلو کې د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، له کومو چې بريدونه کېږي.    

د عدالت ګوند وياند پر دولت نيوکه وکړه، چې ددغو بريدونو پروړاندې يې مبهم سياست غوره کړى دى.

ده وويل، چې دولت بايد ددې بريدونو  په اړه ټول معلومات د افغانستان له ولس سره شريک کړي او د مبهمو سياستونو له دوام څخه دې لاس واخلي.

د هغه په وينا،  د افغانستان دولت ته پکار ده، چې د اړتيا په صورت کې له خپلې خاورې د مشروع دفاع له لارې دې بريدونو ته  ځواب ورکړي.

د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو  له تېر يو نيم کال راهيسې په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کيږي ،چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.