کندوز ښار (پژواک٢٥تله ٩١): په بغلان کې د ٣٠٣ ډوله موټر د اوښتو له امله يو تن مړ او ٣٠ نور ټپيان شول.
د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت بژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوى موټر پرون شپه شاوخوا ١١:٣٠بجې د بغلان د چشمه شېر اړوند په پل خاتول سيمه کې، چې د دې ولايت د مرکز پلخمري په څنډه کې پرته ده، وواښت.
د هغه په وينا، دا موټر چې د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ته په لار و، د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ او تېزچلوني له امله له سړک وتى او اوښتى دى. نوموړى د پوليس له لوري نيول شوى دى.
سرچينې وويل، په دې پېښه کې يو تن مړ او ٢٢نور ټپيان شول، د پېښې ټپيان د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د پلخمري ښار د روغتون د جراحۍ څانګې ډاکټر جاوېداحمد علميار وايي، په دې پېښه کې ٣١ تنه ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او يوه تن يې په روغتون کې ساه ورکړه.
سرچينې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
هغه وويل، درې تنه ټپيان په روغتون کي بستر شول او پاتې نور، چې سرسري ټپيان وو، له لومړۍ درملنې وروسته رخصت شول.
د تېر کال په وږي مياشت کې هم، د ٣٠٣ډوله موټر او فلاينکوچ د ټکر له امله د کندوز-بغلان پر لويه لاره پنځه تنه مړه او اته نور ټپيان شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP